منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ ته د اسنادو د جعل په ۳۴ مواردو کې د محکومیت لغوه کولو نوی فرصت ورکړل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د امریکا یوې فدرالي استیناف محکمې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په مې میاشت کې د سوداګریزو اسنادو د جعل په ۳۴ مواردو کې مجرم پېژندل شوی و، د خپل جزايي محکومیت د لغوه کولو نوی حقوقي فرصت ورکړی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د دویمې حوزې فدرالي استیناف محکمې درې کسیز قضايي پلاوي پرون د یوې ټیټې فدرالي محکمې هغه پرېکړه ناسمه بللې چې له ایالتي محکمې فدرالي محکمې ته یې د ټرمپ د جزايي قضیې د لېږد غوښتنه رد کړې وه.

استیناف محکمې دغه قضیه بېرته ټیټې فدرالي محکمې ته راجع کړې او امر یې کړی چې د ټرمپ غوښتنه ژر وڅېړي او په اړه یې پرېکړه وکړي.

که دغه غوښتنه ومنل شي، ټرمپ کولای شي د ولسمشرۍ قضايي مصونیت په استناد د خپل محکومیت د لغوه کولو غوښتنه وکړي.

یوه فدرالي قاضي تر دې مخکې درې ځله د ټرمپ دغه غوښتنه رد کړې وه چې وروستی ځل یې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې و.

تازه پرېکړې په ایالتي محکمه کې د ټرمپ د استیناف غوښتنې د څېړلو بهیر د ځنډېدو زمینه هم برابره کړې ده.

ټرمپ هغه مهال د سوداګریزو اسنادو د جعل په ۳۴ مواردو کې مجرم پېژندل شوی و چې دغه اسناد د فلمونو لوبغاړې سټورمي ډانیلز ته د چوپ پاتې کېدو په بدل کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو ورکړې د پټولو په موخه جعل شوي وو.

له ټرمپ سره د اړیکې په اړه د دغې ښځې ادعاوو د هغه د ۲۰۱۶ میلادي کال ولسمشریز ټاکنیز کمپاین له ګواښ سره مخ کړی و.

ټرمپ د دغې ښځې ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

د امریکا سترې محکمې د ۲۰۲۴ میلادي کال په جولای میاشت کې پرېکړه کړې وه چې ولسمشران او پخواني ولسمشران د خپلو رسمي کړنو په تړاو قضايي مصونیت لري او رسمي کړنې یې د غیررسمي کړنو د ناقانونیت ثابتولو لپاره د شواهدو په توګه نه شي کارول کېدای.د ټرمپ مدافع وکیلان استدلال کوي چې د نوموړي د محاکمې پر مهال د هغه له رسمي فعالیتونو سره تړلي شواهد، لکه په سپینه ماڼۍ کې خبرې، کاري فعالیتونه او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي مطالب کارول شوي وو.

خو د نیویارک د منهټن څارنوالان وایي، د ډانیلز اړوند قضیه کې د ټرمپ کړنې د ایالتي قوانینو خلاف وې او د ولسمشرۍ له رسمي دندو سره یې تړاو نه درلود.

د ټرمپ حقوقي ډلې د استیناف محکمې د تازه پرېکړې هرکلی کړی، خو د منهټن څارنوالۍ په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې په یوه جزايي قضیه کې مجرم پېژندل شوی؛ که څه هم په یاده قضیه کې ورته هېڅ سزا نه ده ټاکل شوې، خو محکومیت یې لا هم پر خپل ځای دی.