منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۸ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

په جرمني او ډنمارک کې ښوونځیو د «بمي چاودنو» ګواښونه ترلاسه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
د جرمني یو ښوونځی. (انځور: DPA)

کابل (پژواک) – د جرمني او ډنمارک پولیسو ویلي چې په دغو هېوادونو کې ښوونځیو د دوشنبې په سهار د برېښنالیکونو له لارې د «بمي چاودنو» ګواښونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه داسې نښې نه شته چې کوم ښوونځی له واقعي خطر سره مخ وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د فرایبورګ ښار پولیسو ویلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴۵۰ ښوونځیو ته له ګواښونو ډک برېښنالیکونه لېږل شوي دي.

د جرمني د تورینګن ایالت پولیسو ښوونځیو ته ویلي چې خپل عادي فعالیتونه دې روان وساتي. د برلین پولیسو هم ویلي چې تر اوسه داسې شواهد نه شته چې ګواښل شوي ښوونځي له کوم مشخص خطر سره مخ وي.

د ډنمارک پولیسو هم ویلي چې د دغه هېواد د څو ښوونځیو پر وړاندې د بمي چاودنو ګواښونه څېړي. د کوپنهاګن د پولیسو مرستیال مفتش سایمون هانسن رویټرز ته ویلي چې یو شان برېښنالیک ډېرو کسانو ته لېږل شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په جرمني او نورو هېوادونو کې ښوونځیو ته دغه ګواښونه د عمومي امنیتي ګواښونو د پراخ انځور یوه برخه ده، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په راپور کې راغلي چې په وروستیو اونیو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونځي، سوپرمارکېټونه، د وینې بانکونه، د هوايي ترافیک سیستمونه او رسنۍ د ورته ګواښونو او سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د راپور له مخې، ځینې اروپايي چارواکي شک لري چې روسیه ښايي د اوکراین د ملاتړ کوونکو اروپايي هېوادونو د ورځني ژوند د ګډوډولو په لړۍ کې لاس ولري؛ خو مسکو دغه تور رد کړی او لوېدیځ یې د بدنامولو پر کمپاین تورن کړی دی.

تېره اونۍ هم د هسپانیا تر لسو ډېرو ښوونځیو ته د بمي چاودنو د ګواښونو برېښنالیکونو له لېږلو وروسته هغه ښوونځي تخلیه شوي وو. همدارنګه ایټالیا کې هم نږدې ۷۵۰۰ ښوونځیو ته د بمونو «جعلي ګواښونه» استول شوي وو.