منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د فوسیلي سون‌توکو پر سر اختلافونه؛ د اقلیمي بدلون نړۍواله غونډه بې‌هوکړې پای ته ورسېده

· ۳ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
د کاپ ۳۱ پای غونډه. (انځور: اسوشیټېډ پرېس)

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۳۱مه غونډه (COP31) کې د فوسیلي سون‌توکو د کارونې د کمولو پر سر د هېوادونو ترمنځ اختلافونه د دې لامل شول چې ګډونوال د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي لپاره یوې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېږي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې په کوربه‌توب د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه ناسته (COP31) کې یو شمېر هېوادونو د یکشنبې په ورځ د هوکړې پر هغه مسودې نیوکه وکړه چې په کې د سکرو، تېلو او ګازو په څېر د فوسیلي سون‌توکو یادونه نه وه شوې.

د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې په استازیتوب د ایرلنډ د اقلیم وزیر داراګ اوبراین وویل چې دغه ټولنه او ۲۷ غړي هېوادونه یې د هوکړې له مسودې سره مخالف دي؛ ځکه په دې سند کې د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو او ژمنو یادونه نه ده شوې.

د پاناما د اقلیمي مذاکراتو مشرې انا اګیلار هم وویل چې د هوکړې مسوده پخوانۍ ژمنې تکراروي، خو د علمي غوښتنو او اوسني وضعیت ترمنځ واټن نه راکموي. هغې زیاته کړه چې دغه مسوده د کاربن د جذب او زېرمه کولو پر ټکنالوژۍ ډېره تکیه کوي او د پخوانیو هوکړو ژمنې هم کمزورې کوي.

د جزایر مارشال پلاوي د مسودې له محتوا سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د تېلو او ګازو د صنعت پیاوړتیا د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې له هڅو سره په ټکر کې ده. دغه پلاوي ټینګار کړی چې د خپلو خلکو امنیت او راتلونکی د فوسیلي سون‌توکو د صنعت د ګټو لپاره نه شي قرباني کولای.

خو د پالایو د کرنې، کب‌نیونې او چاپېریال وزیر سټیون ویکتور له مسودې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په دې سند کې د پاکې برېښنا، سمندرونو او مالي سرچینو په اړه مثبت موارد شته، که څه هم د کاربن د جذب په برخه کې ځینې ستونزې لري.

د بریتانیا حکومت هم د هوکړې پر مسودې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو د پیاوړتیا پر ځای، نړۍ شاته بیایي.

د اسټرالیا د اقلیم وزیر او د دغې ناستې د مذاکراتو مشر کریس بوون د هوکړې په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل «ډېر ناهیلوونکي» بللي، خو نوموړي ویلي چې نړۍ له فوسیلي سون‌توکو څخه د لمر، باد او اوبو په څېر د انرژۍ پاکو سرچینو ته د اوښتو په حال کې ده او دا بهیر بېرته نه درېږي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي ناستو کلنۍ غونډې د دې لپاره جوړېږي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په موخه د نړۍ د هېوادونو ګډ اقدامات او ژمنې وټاکي. د سکرو، تېلو او ګازو کارول د ځمکې د تودوخې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه ناسته د جمعې په ورځ پای ته ورسېږي، خو د فوسیلي سون‌توکو او نورو اختلافي موضوعاتو په اړه د هېوادونو ترمنځ د بحثونو د اوږدېدو له امله تر یکشنبې پورې وغځېده. سره له دې، ګډونوال ونه توانېدل چې د ناستې پر وروستي پرېکړه‌لیک هوکړې ته ورسېږي او غونډه بې‌هوکړې پای ته ورسېده.