کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له ایران سره د نوي میلادي کال تر پیله هوکړه ونه شي، ښايي د دغه هېواد پر ضد نوي پوځي بریدونه وکړي.
د فاکسنیوز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې له ایران سره غیرمستقیمو خبرو اترو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه ده لرلې او ایراني چارواکي یوازې خبرې کوي.
هغه د ایران مذاکره کوونکي «مسلکي نڅاګر» بللي او ویلي یې دي: «ایرانیان هر وخت خبرې کوي؛ ټول کار یې خبرې کول دي.»
ټرمپ دغه راز ویلي چې هیله لري ایراني تېلوړونکې بېړۍ د امریکا له خوا د لګول شوې سمندري محاصرې د ازمېښت هڅه وکړي. هغه خبرداری ورکړی: «ټولې بېړۍ به د ایران د سمندري ځواک په څېر د سمندر تل ته ولاړې شي.»
د امریکا ولسمشر داسې مهال د ایران پر ضد د نوو بریدونو ګواښ کړی چې د منځګړو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ راکمولو هڅې هم روانې دي.










