منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

امریکا د ایران پر ۳۰ وګړو او بنسټونو نوي بندیزونه لګولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د امریکا د خزانې وزارت پر اتو ایراني وګړو او ۲۲ هغو شرکتونو او بنسټونو نوي بندیزونه لګولي چې له ایران سره تړاو لري.

د یاد وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د معلوماتو له مخې، په د غو بندیزونو کې شامل شرکتونه او بنسټونه په ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیه او هانګ‌کانګ کې فعالیت لري. په تحریم شویو بنسټونو کې د ایران د اسعارو او سرو زرو د تبادلې مرکز هم شامل دی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دغه بندیزونه د ایران د هغو پټو مالي شبکو د کمزوري کولو په موخه لګول شوي چې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمخ وړلو او له بندیزونو د «تېښتې» برخه کې فعالیت کوي.

بلخوا، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د مالي جرمونو د مخنیوي شبکې (FinCEN) په یوه جلا تحلیل کې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر اګسته پورې د نږدې ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت مالي فعالیتونه پېژندلي چې ښايي د ایران له پټو بانکي شبکو سره تړاو ولري.

د راپور له مخې، د دغو احتمالي مالي فعالیتونو حجم د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګسته کم شوی، چې ښايي د ایران د پټو بانکي شبکو د فعالیتونو د یوې برخې د ګډوډېدو نښه وي؛ خو دغه شبکې لا هم له متحده عربي اماراتو، هانګ‌کانګ او سنګاپور سره اړیکې لري او د تېلو، لېږد رالېږد او پانګونې په برخو کې فعالیت کوي.

رویټرز د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ له قوله لیکلي چې د ایران پټ بانکي سیستم د دغه هېواد د اقتصاد وروستۍ مالي سرچینه ده او واشنګټن به د دغو شبکو د له منځه وړلو هڅو ته دوام ورکړي.