منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

اندونیزیا کې د سرو زرو یوه کان ته د سېلاب ننوتو له امله ۱۳ کارګر مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د اندونیزیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په لوېدیځ جاوا ولایت کې د سرو زرو یوه ناقانونه کان ته د سېلاب ننوتو له امله ۱۳ کارګر مړه شوي او ۱۳ نور لا هم په کان کې بند پاتې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په دغه کان کې د بند پاتې ۱۳ کارګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات نن (پنجشنبه) بېرته پیلېږي.

د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ ۲۶ کارګر د جاکارتا پلازمېنې سوېل ته په بوګور سیمه کې د سرو زرو یوه ناقانونه کان ته ننوتلي وو چې د سختو بارانونو او کان ته د سېلاب ننوتو له امله د ځمکې په ۱۰۰ مترۍ ژوروالي کې بند پاتې شول.

د لوېدیځ جاوا ولایت د پولیسو مشر هنګکي رویټرز ته ویلي چې د دې پېښې د ۱۳ مړه شوو کارګرو له ډلې د شپږو هویت تر اوسه تثبیت شوی دی.

هغه زیاته کړې چې که د هوا شرایط برابر وي، د لټون عملیات به نن هم دوام وکړي.

د اندونیزیا د چارواکو په وینا، د کان د ننوتلو لارې تنګوالی، ښوی‌والی او تیاره د بند پاتې کارګرو ته د ژغورونکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي چې مرستندویو ځواکونو خپلې هڅې د کان پر دوو ورننوتونکو لارو متمرکزې کړې او کان ته د ننوتلو لپاره له رسۍ کار اخلي؛ خو د کان زیات ژوروالی د ژغورنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

په اندونیزیا کې د کانونو ناقانونه او په کوچنۍ کچه استخراج تر اوسه د څو مرګونو پېښو لامل شوی دی.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې هم په همدې سیمه کې د سرو زرو په یوه ناقانونه کان کې یو شمېر کارګر د کاربن مونو اکساید ګازو د مسمومیت له امله مړه شوي وو.

په همدې حال کې، د کانونو دولتي شرکت «انتام» چې په دې سیمه کې فعالیت لري، ویلي چې یاد کان ناقانونه دی او د دغه شرکت له فعالیتونو سره هېڅ تړاو نه لري.