کابل (پژواک) – د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن (یکشنبه) روسیې ته په درې ورځني رسمي سفر ځي او وروسته به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اتلسمه سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې روسیې ته د شهباز شریف د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د انرژۍ او پانګونې برخو کې د هوکړو ترلاسه کول دي.
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د انرژۍ، دفاعي، سوداګریزو همکاریو، سیمهییز امنیت او پانګونې په اړه خبرې وکړي.
ډان ورځپاڼې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د پاکستان د فولادو فابریکې بیا فعالول، چې د روسیې په مرسته جوړه شوې وه، هم د دغه سفر د خبرو مهمه موضوع ده.
د راپور له مخې، دواړه لوري به د دې صنعتي فابریکې په بیارغونه کې د روسیې د احتمالي همکارۍ او د پاکستان د تېلو او ګازو برخو کې د پانګونې په اړه هم خبرې وکړي.
د راپور له مخې، شهباز شریف به روسیې ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اتلسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته ولاړ شي.
ټاکل شوې دغه غونډه د روان میلادي کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه جوړه شي او د سازمان د لسو غړو هېوادونو مشران به پکې د سیمهییزې سوداګرۍ، نښلونې، انرژۍ، ترانسپورټ، پانګونې او صنعتي همکاریو په اړه خبرې وکړي.










