منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۷ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د هسپانیا کاناري ټاپوګانو ته څېرمه د ۱۴ کډوالو مړي موندل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
ژغورل شوي کډوال د هسپانیا د ال‌هیرو ټاپو لا رېسټینګا بندر ته د رسېدو پر مهال. (عکس: رویټرز)

کابل (پژواک) – د هسپانیا کاناري ټاپوګانو ته څېرمه په یوه کښتۍ کې د ۱۴ کډوالو جسدونه موندل شوي او شاوخوا ۹۰ نور کډوال ژغورل شوي چې د شپږو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د هسپانیا اې‌اېف‌اې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه کښتۍ تېره ورځ (جمعه) د ال‌هیرو ټاپو سوېل ته په شاوخوا ۷۲ کیلومترۍ کې موندل شوې او وروسته د لا رېسټینګا بندر ته لېږدول شوې ده.

د راپور له مخې، شپږ کډوال چې پنځه نارینه او یوه ښځه دي، د چورلکې په وسیله لېږدول شوي او روغتون ته رسول شوي دي.

یرچینه زیاتوي، ژغورل شوو کډوالو ویلي چې لس ورځې مخکې د لوېدیځې افریقا د ګامبیا هېواد له پلازمېنې بانجول څخه د کاناري ټاپوګانو پر لور روان شوي وو.

په راپور کې راغلي چې یو شمېر ژغورل شوي کډوال د بدن د اوبو له کمښت او د بدن د تودوخې له ټیټېدو سره مخ وو او ځینو یې پر پښو د درېدو توان هم نه درلود.

بلخوا، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اکتوبر میاشتې راهیسې د هسپانیا کاناري ټاپوګانو ته د کډوالو ورتګ زیات شوی او د نومبر په ۲۵مه په یوه ورځ کې دغو ټاپوګانو ته د ۲۱۰۰ کډوالو په رسېدو سره نوی ریکارډ ثبت شوی دی.

هر کال زرګونه کډوال هڅه کوي چې له لوېدیځې افریقا څخه د اتلانتیک سمندر له لارې هسپانیا ته ځانونه ورسوي؛ دغه لار د نړۍ د کډوالۍ له تر ټولو خطرناکو لارو ګڼل کېږي.