کابل (پژواک)- د امریکن ایرلاینز شرکت دوو مسافر وړونکو الوتکو واشنګټن ته نږدې د رونالډ ریګن په ملي هوايي ډګر کې د حرکت پر مهال یو له بل سره ټکر کړی، خو چا ته زیان نه دی اوښتی.
سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی چې دغه پېښه په ځايي وخت پرون (جمعه) ماښام شوې ده.
د امریکا د ملکي هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د مازدیګر له پنځو بجو لږ وروسته د امریکن ایرلاینز شرکت د ۶۳۸ شمېرې الوتنې د الوتکې وزر د دغه شرکت د ۲۱۵۲ شمېرې الوتنې د الوتکې له وزر سره ټکر کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، دواړه الوتکې د پېښې پر مهال د الوتنې لپاره د ځغاستلیکې پر لور روانې وې.
امریکن ایرلاینز شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه الوتکې له ټکر وروسته خپلو تمځایونو ته بېرته ستنې شوې او د تخنیکي ارزونې لپاره د الوتنو له نومړل ایستل شوې دي.
ورته مهال، د واشنګټن سیمې د هوايي ډګرونو ادارې ویلي چې د اوروژنې او ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته استول شوې وې او دغې پېښې په نورو الوتنو کې کوم خنډ نه دی رامنځته کړی.
د راپور له مخې، له یادو الوتکو یوه د دالاس او بله د شیکاګو ښار پر لور روانه وه.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې هم همدې هوايي ډګر ته نږدې د یوې پوځي چورلکې او د امریکن ایرلاینز شرکت د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ټکر له امله ۶۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.










