منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۷ غ.م
۱۵°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

هکرانو د امریکا د هوايي ځواک یوه مهم کمپیوټري سیستم ته نفوذ کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک): رویټرز راپور ورکړی چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک د «کلاوډ ون» په نوم یوه مهم کمپیوټري سیستم ته نفوذ کړی چې له امله یې ښايي د دغه ځواک د پوځي چارو، کارکوونکو او لوژستیک اړوند حساس معلومات له خطر سره مخ شوي وي.

رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې هکرانو یاد سیستم ته نفوذ کړی او دغه نفوذ شاوخوا یوه میاشت مخکې د سیستم د نوي کولو پر مهال کشف شوی دی.

د سرچینو په وینا، د دغه سایبري نفوذ له کشف وروسته د سیستم د فعالیت په بېلابېلو برخو کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

د «کلاوډ ون» سیستم په ۲۰۱۷ کال کې د مایکروسافټ، امازون، اوراکل او الفابېټ شرکتونو د امکاناتو په کارولو رامنځته شوی او د امریکا د هوايي ځواک د کارکوونکو، معاشونو، لوژستیک، تخنیکي ساتنې، هوايي دفاع او نورو پوځي چارو اړوند معلوماتو د مدیریت لپاره کارول کېږي.  دغه سیستم د امریکا د پوځ د کلاوډ کمپیوټري تر ټولو لویو سیستمونو له ډلې دی.

د راپور له مخې، د سایبري نفوذ له کشف وروسته یاد سیستم ته د یو شمېر پروګرامونو د لېږد چارې ځنډول شوي، د موجودو پروګرامونو د نوي کولو مخه نیول شوې او د ځینو کاروونکو مدیریتي صلاحیتونه لغوه شوي دي.

یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د احتمالي زیانونو د ارزونې لپاره د امریکا د پوځ له سایبري قوماندانۍ مرسته غوښتل شوې ده.

رویټرز ویلي، تر اوسه د هکرانو هویت، د نفوذ بشپړه کچه او دا چې کوم معلومات غلا شوي که نه، نه دي معلوم شوي.

د راپور له مخې، د امریکا هوايي ځواک ویلي چې د مشخصو شبکو او سیستمونو د امنیتي وضعیت، کمزورتیاوو او فعالیت په اړه څرګندونې نه کوي، خو د خپلو معلوماتو، سیستمونو او عملیاتي وړتیاوو د خوندي کولو لپاره په دوامداره توګه لازم تدابیر نیسي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه سایبري نفوذ داسې مهال افشا کېږي چې د امریکا حکومت له لږ تر لږه شپږو نورو تازه افشا شوو سایبري پېښو سره هم لاس او ګرېوان دی چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌آی)، پنټاګون، کورني امنیت وزارت، استخباراتي ادارو او خزانې وزارت اړوندې دي.