منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۳ غ.م
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

زيلېنسکي: روسیه پر اوکراین د پراخ برید تیاری نیسي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي وايي، د دغه هېواد استخباراتي معلومات ښيي چې روسیه په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د یوه پراخ برید تیاری نیسي.

زيلېنسکي د پنجشنبې په ماښام په خپل يوه ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې د توغندیزو بریدونو د خبرداري غږونو ته جدي پام وکړي.

هغه زياته کړې: «له بده مرغه، داسې معلومات لرو چې روسیه د یوه نوي پراخ برید لپاره چمتووالی نیسي.»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، د روسیې احتمالي هدفونه د انرژۍ او لوژستیکي زېربناوو ترڅنګ هغه تاسیسات دي چې ښارونو او سیمو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.

رویټرز د نومبر په ۲۶مه راپور ورکړی چې دا د روانې اونۍ په ترڅ کې د زيلېنسکي دویم خبرداری دی.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په شپه د اوکراین پر پلازمېنه کي‌یف د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، روسیې په تېرو بریدونو کې د ۱۱۳ بې‌پیلوټه الوتکو ترڅنګ بالسټیک توغندي هم کارولي او په شپږو سیمو کې یې د برېښنا شبکو، کورونو، یوه روغتون او سوداګریزو مرکزونو ته زیان اړولی دی.

د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله زیانمنو شوو سیمو کې د برېښنا بېرته نښلولو او د تاسیساتو د ترمیم چارې روانې دي.