کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سوېلي کوریا د بهرنيو چارو له وزير سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې په خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور به د کړکېچ زیاتېدو او د شخړې پراخېدو لامل شي.
رویټرز د نومبر په ۲۷مه راپور ورکړی چې عراقچي د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر چو هیون سره په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، عراقچي ویلي چې په خلیج کې د بهرنیو پوځي ځواکونو حضور به د کړکېچ زیاتېدو او د شخړې پراخېدو لامل شي.
په سیول کې د ايران سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې ډاډ ورکړی چې هېواد یې په هيڅ جګړه کې د ګډون او خلیج ته د سرتېرو لېږلو نیت نه لري.
دا خبرې داسې مهال شوې چې د سوېلي کوریا پارلمان د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د «چیونګهې» قطعې د عملیاتي ساحې د پراخولو طرحه څېړي. د طرحې له مخې، د یادې قطعې د فعالیت ساحه به د عمان سمندرګي سوېلي اوبو ته هم وغځول شي، څو د سوېلي کوریا د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ امنیت خوندي شي.










