منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د چین او روسیې رول کم‌اهمیته بللی

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په استخباراتي ملاتړ کې د روسیې او چین د همکارۍ راپورونه کم‌اهمیته بللي او ویلي یې دي چې مسکو او بيجینګ په دې جګړه کې چندان ښکېل نه دي او دواړه هېوادونه د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

الجزیرې راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ماښام د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې په خپل استوګنځي کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې روسیه او چین له ایران سره د پام وړ استخباراتي مرسته نه کوي.

سرچینې لیکلي چې ټرمپ له ایران سره د روسیې او چین د استخباراتي همکارۍ په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زما په اند، هغوی په ایران کې ډېر لږ ښکېل دي. هغوی ښکېلېدای شي، خو زما له نظره، ښکېلتیا د ډزو کولو په معنا ده، نه د لږو معلوماتو ورکولو.»

هغه له ایران سره د روسیې د استخباراتي همکارۍ د راپورونو په اړه هم ویلي: «فکر نه کوم چې هغوی ډېره مرسته کوي.»

ټرمپ زیاته کړې چې له خپل چیني سیال شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په وروستۍ لیدنه کې د ایران د جګړې په اړه هم خبرې کړې او د ده په باور، دواړه مشران د دې جګړې پای ته رسېدل غواړي.

هغه ویلي: «فکر کوم هغوی په دې برخه کې له ما سره مرسته کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې مخکې له ایران سره د روسیې او چین د استخباراتي همکاریو په اړه راپورونه خپاره شوي، په ځانګړي ډول دا چې دغه هېوادونه په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو د پېژندلو او په نښه کولو برخه کې له تهران سره مرسته کوي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د ځینو راپورونو له مخې، روسیې او چین تهران ته داسې معلومات ورکړي چې د امریکا د پوځي اهدافو په پېژندلو کې ترې کار اخیستل کېدای شي؛ خو ټرمپ د دغو همکاریو اهمیت کم ښودلی دی.