منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

سوډان کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د درېیو کورنیو ۳۴ غړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د سوډان د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې په دمازین ښار کې د “چټک غبرګون ځواکونو” د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د درېیو کورنیو ۱۹ غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

چټک غبرګون ځواکونه په سوډان کې یوه نیمه‌پوځي ډله ده چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې د دغه هېواد له پوځ سره په جګړه بوخته ده.

رویټرز خبري اژانس نن د «بېړنیو وکیلانو» په نوم د بشري حقونو ډلې په حواله راپور ورکړی چې تېره شپه د چټک غبرګون ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د نیلي نیل ایالت د مرکز دمازین ښار درې استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.

دغې ډلې پر خپله فیسبوک‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو بریدونو وژل شوي او ټپیان د درېیو کورنیو غړي دي او په وژل شویو کې شپږ ښځې هم شاملې دي.

سرچینې زیاته کړې چې تر دې مخکې، د سه‌شنبې په ورځ د همدې ایالت په روصیرص ښار کې پر بند او د برېښنا پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو په جلا بریدونو کې هم پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي وو.

دغې ډلې خبرداری ورکړی چې دا بریدونه ښايي په ټول نیلي نیل ایالت کې د برېښنا رسولو بهیر ګډوډ او د هېواد د برېښنا شبکې ته زیان ورسوي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو چې د بریدونو شاهدان وو، رویټرز ته د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ترسره کېدل تایید کړي؛ خو چټک غبرګون ځواکونو د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

د یادې ډلې په وینا، دمازین او روصیرص ښارونو د نیلي نیل ایالت له نورو جګړه‌ځپلو سیمو، په ځانګړې توګه باو او ګیسان، بې‌ځایه شوي خلک هم منلي دي. دغه ایالت له سوېلي سوډان او ایتوپیا سره پوله لري.

چټک غبرګون ځواکونو د روان کال په اګست کې ویلي وو چې ګیسان یې نیولی دی.