کابل (پژواک) – اېنبيسي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي «د ایران جګړې د پای ته رسولو په موخه» د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو په نښه کولو په اړه بحث کوي؛ خو د دې طرحې مخالفینو خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه ښايي د سولې راتلونکې خبرې زیانمنې او امریکايي چارواکي د ایران د غچاخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ کړي.
د اېنبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې چارواکي په دې اړه بحث کوي چې ایا امریکايي پوځ باید د ایران لوړپوړي چارواکي په نښه کړي او که نه؟ څو د دوی په وینا، سختدریځي مشران له واکه لرې او د نههمیاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو زمینه برابره شي.
راپور د یوه امریکايي چارواکي او له دغو بحثونو د یوه بل باخبره کس له قوله لیکلي، د دې طرحې ملاتړي باور لري چې دا ډول عملیات به وښيي چې واشنګټن هر وخت د ایران مشران موندلی او له منځه وړلی شي او په دې توګه به ټرمپ ته د جګړې د پای ته رسولو لاره برابره کړي.
خو د امریکا په حکومت او پوځ کې د دې طرحې مخالفین خبرداری ورکوي چې د ایران د مشرانو په نښه کول ښايي پاتې ایراني چارواکي لا ډېر مقاومت ته وهڅوي، د سولې په راتلونکو خبرو کې د امریکا اعتبار ته زیان ورسوي او امریکايي پرسونل د ایران د لا سختو غچاخیستونکو بریدونو له خطر سره مخ کړي.
د راپور له مخې، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ هم په دې وروستیو کې د ایران د ګواښونو له امله یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی او د کابینې ځینې نور غړي هم هلته ورسره دي.
راپور زیاتوي چې ټرمپ بېلابېل انتخابونه تر غور لاندې لري او تر اوسه یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. هغه تېره اونۍ ویلي وو چې ښايي د لویو پوځي اقداماتو لپاره د نوي میلادي کال تر پیلېدو پورې انتظار وکړي.
د ټرمپ په احتمالي انتخابونو کې د پراخو پوځي عملیاتو بیا پیلول، د خارګ ټاپو د تېلو پر تاسیساتو، د قشم ټاپو د انرژۍ پر زېربناوو او د پیکاکس غره پر اټومي تاسیساتو بریدونه شامل دي.
اېنبيسي نیوز لیکلي چې پنټاګون په دې اړه څه نه دي ویلي.










