منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

غزه کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د حماس یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې
ویرانی ناشی از حملات هوایی اسرائیل در نوار غزه آرشیف/ الجزیره

کابل (پژواک): رویټرز راپور ورکړی چې پر غزه د اسرائیلو په هوايي برید کې په دې سیمه کې د حماس د کورني امنیت ادارې رییس نعیم ابونحل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د حماس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه هوايي برید نن (سه‌شنبه، د لېندۍ ۳مه) د غزې ښار په لوېدیځه برخه کې شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د اسرائیلو پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې (شین‌بېټ) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د حماس یو لوړپوړی غړی یې په نښه کړی، خو د هغه هویت یې نه دی په ډاګه کړی.