کابل (پژواک) – د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضلالرحمن څخه غوښتي چې روښانه کړي د پاکستان ترڅنګ درېږي او که د افغانستان ملاتړ کوي.
تارړ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له جیو نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.
هغه د جمعیت علمای اسلام (ف) له خوا د لاریونونو او د لارو د تړلو په اړه د نیوکې ترڅنګ، د دغه ګوند د مشر چلند له وسلهوالو ډلو سره ورته بللی او ویلي یې دي چې فضلالرحمن باید له مقابلې ډډه وکړي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.
تارړ ویلي: «هغه (فضلالرحمن) باید پرېکړه وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېدل غواړي او که د افغانستان او طالبانو ترڅنګ. هغه د یوې وسلهوالې ډلې په څېر چلند کوي.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر له فضلالرحمنه غوښتي چې له خپل دریځه یو ګام شاته شي او د خبرو اترو لپاره لاره پرانیزي. هغه زياته کړې، که د اړیکو او خبرو اترو لارې بندې نه شي، ستونزې هوارېدای شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې جمعیت علمای اسلام د پاکستان په څو ښارونو کې د لاریونونو او لویو لارو د تړلو غوښتنه کړې وه؛ هغه اقدام چې په ځینو سیمو کې د ترافیک بهیر د ګډوډېدو لامل شوی دی.










