کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د اسراییلو هغه ادعاوې چې ګواکي د ایران د درملو په کارخونو کې کیمیاوي وسلې تولېدېږي، «دروغ» بللې او ویلې یي دي چې اسراییل د دغه ډول تورونو په لګولو سره غواړي امریکا وغولوي او د خپلو ګټو لپاره یې له ایران سره په بله جګړه کې ښکېله کړي.
عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، اسراییل چې خپله په پراخه کچه د ډلهییزو وژنو وسلې لري، ایران د کیمیاوي وسلو د ترلاسه کولو په هڅه تورنوي.
هغه زیاته کړې، نړۍ اوس پوهېږي چې اسراییل د هر تور په لګولو سره په حقیقت کې پر هغه جرم اعتراف کوي چې خپله یې ترسره کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې ایران د درملو په کارخونو کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې تولیدوي او پټوي.
عراقچي ویلي، اسراییلو د اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منعې نړۍوالو کنوانسیونونو له لاسلیکولو ډډه کړې، سلګونه اټومي سرګلولې لري، پر اوو سیمهییزو هېوادونو یې بریدونه کړي او د درېیو هېوادونو د خاورې ځینې برخې یې نیولې دي.
هغه زیاته کړې چې اسراییلو یوازې په تېر یوه کال کې دوه ځله امریکا له ایران سره یوې ناکامې جګړې ته راکاږلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د اسراییلو د دغو تورونو موخه د امریکا غولول او له ایران سره بلې جګړې ته د دغه هېواد هڅول دي او په ورته وخت کې درملو ته د ایراني ناروغانو لاسرسي ته هم خطر پېښوي.










