کابل (پژواک) – د کینیا یوې محکمې امر کړی چې په دغه هېواد کې دې د امریکا په ملاتړ د اېبولا پر ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د قرنطین مرکز د جوړولو چارې تر هغه ودرول شي چې حکومت له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون جزییات خپاره او د محکمې غوښتنې پوره کړي.
د رویټرز راپور له مخې، محکمې امر کړی چې تر هغه دې د یاد مرکز د جوړولو چارې ودرول شي تر څو حکومت د محکمې غوښتنې نه وي پوره کړي؛ په دې غوښتنو کې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون د جزییاتو خپرول هم شامل دي.
دغه ۵۰ بستریز مرکز د کینیا په مرکزي سیمه کې نانیوکي ښار ته نږدې په «لایکیپیا» پوځي هوايي اډه کې له خېمو جوړېده او ټاکل شوې وه چې د امریکايي وګړو په ګډون د اېبولا ویروس د احتمالي لېږدوونکو کسانو د قرنطین لپاره وکارول شي.
د یاد مرکز جوړولو په اړه د کینیا خلکو اعتراضونه کړي وو؛ ځکه هغوی اندېښنه لرله چې د اېبولا ناروغي به له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه دغه هېواد ته خپره شي. په دغو اعتراضونو کې دوه ځوانان وژل شوي هم وو.
د کینیا د اساسي قانون د څار بنسټ «کاتیبا» اجرائیوي مشرې نورا امباګاتي ویلي چې د محکمې حکم څرګندوي چې هېڅ روغتیايي بېړنی حالت او له کوم بهرني دولت سره تړون له اساسي قانون څخه پورته نه دی.
د کینیا د عالي محکمې قاضي پاتریشیا نیائوندي ویلي چې حکومت باید له امریکا سره د تړون له لاسلیکولو مخکې د سیمې د خلکو نظر اخیستی وای. هغې زیاته کړې چې د لایکیپیا اوسېدونکي د هغو پرېکړو په اړه له معلوماتو او ګډون څخه محروم ساتل شوي چې د دوی پر ټولنه اغېز کوي.
د راپور له مخې، محکمې د روان کال په مې میاشت کې د دغه مرکز د جوړولو چارې په موقتي ډول ځنډولې وې او وروسته یې د کینیا د روغتیا وزیر اډن دوآله د محکمې د حکم نه مراعاتولو له امله د محکمې سپکاوي په تور محکوم کړی و.
د کینیا حکومت ویلي چې د دغه مرکز موخه د اېبولا پر وړاندې چمتووالی او د هغو کسانو جلا کول او قرنطینول دي چې پر دغه ویروس ککړ دي. د دغه هېواد ولسمشر ویلیام روتو هم د جون په میاشت کې ویلي وو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې وروسته یې د مرکز جوړولو ته اجازه ورکړې ده.
د روان کال په اکتوبر کې کینیا کې د اېبولا لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه؛ دغه ویروس یوه مسافر له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه کینیا ته لېږدولې وو. د نومبر تر نیمایي پورې په دغه هېواد کې دوه کسان د اېبولا له امله مړه شوي او اووه نور پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، خو د راپور له مخې، ټول ناروغان بېرته روغ شوي دي.
له اکتوبر ۱۹مې راهیسې د اېبولا کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې او کینیا هیله لري چې راتلونکې میاشت به له دې ناروغۍ پاک هېواد اعلان شي.










