کابل (پژواک) – شمالي کوریا د سویس د بندیزونو په غبرګون کې پرېکړه کړې چې په پیونګیانګ کې د سویس ډیپلوماتیک دفتر وتړي او د دغه دفتر مشر ته یې امر کړی چې په ۴۸ ساعتونو کې د شمالي کوریا خاوره پرېږدي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دا پرېکړه د سویس له خوا د تحریمونو په نوملړ کې د «سونګدونوون» د ماشومانو نړۍوال کمپ د شاملولو په غبرګون کې شوې ده.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پیونګیانګ د سویس ډیپلوماتیک دفتر مشر، سیلوین استیه، احضار کړی او هغه ته یې د دفتر د تړلو په اړه رسمي یادښت سپارلی دی. دغه وزارت د سویس استازی نامطلوب شخص اعلان کړی او امر یې ورته کړی چې په ۴۸ ساعتونو کې له شمالي کوریا ووځي.
سویس دغه کمپ د لوېدیځو هېوادونو د هغو ادعاوو پر بنسټ تحریم کړی چې ګواکې یاد کمپ د اوکراین له هغو سیمو څخه د ماشومانو په لېږد کې ښکېل دی چې د روسیې تر واک لاندې دي.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا پر دغه پرېکړه خواشینۍ ښودلې او ویلې یې دي چې د دغه دفتر مشر به په بېجینګ کې د سویس سفارت ته بېرته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې سویس له شاوخوا یوې میاشتې مخکې په پیونګیانګ کې خپل ډیپلوماتیک دفتر بېرته پرانیستی و. سویس په ۱۹۷۴ کال کې له شمالي کوریا سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې او لا هم له هغو محدودو لوېدیځو هېوادونو څخه دی چې له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتي.










