کابل (پژواک) – د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي چې د چین پر وارداتي توکو ۲۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي او همدارنګه د اروپايي ټولنې، جاپان، جنوبي کوریا، تایوان او یو شمېر نورو سوداګریزو شریکانو پر وارداتي توکو هم تعرفې لوړې کړي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه وړاندیز شوې تعرفې د هغو هېوادونو د صنعتي تولیداتو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره دي چې د ټرمپ د ادارې په وینا، د دولتي مرستو او نورو سوداګریزو خنډونو له امله یې تولیدوونکي نړۍوالو بازارونو ته ارزانه توکي وړاندې کوي او امریکایي تولیدوونکو ته زیان رسوي.
د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګرېر ویلي، تمه نه لري چې دغه تعرفې به پر نړۍوال اقتصاد د پام وړ اغېز وکړي او د ده په وینا، ښايي دغه تعرفې په راتلونکو څو میاشتو کې عملي نه شي. د وړاندیز له مخې، پر ځینو چینایي توکو به نوې ۲۰ سلنه تعرفه له پخوانیو تعرفو سره یوځای شي چې په دې سره به ټولیزه تعرفه ۴۵ سلنې ته ورسېږي. پر ویتنامي توکو هم د ۲۰ سلنه تعرفې وړاندیز شوی او د نورو سوداګریزو شریکانو لپاره دغه کچه له ۱۰ تر ۱۸ سلنې پورې ده.
همدارنګه امریکا د برازیل پر وارداتو هم تعرفې لوړوي چې له مخې به یې پر خامې او تصفیه شوې بورې مالیات لوړ او پر الوتکو ۱۰ سلنه نوې تعرفه ولګول شي. دغه اقدام به د برازیل د الوتکو جوړولو پر ستر شرکت «امبرائر» اغېز وکړي.
د راپور له مخې، بنګلهدېش، کمبودیا، هند، اندونیزیا، مالیزیا، سنګاپور، سویس او تایلنډ هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له نویو تعرفو سره مخ کېدای شي؛ خو د مکسیکو او ناروې په اړه امریکا غور کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له دغه پلان سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې سوداګریزه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده. د دغه وزارت ویاند ګو جیاکون له واشنګټن غوښتي چې سوداګریزې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا او چین ترمنځ د تېر کال سوداګریز اوربند د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په ۱۰مه پای ته رسېږي. د ټرمپ اداره همدارنګه وړاندیز کوي چې د ۳۰ میلیارد ډالرو په ارزښت چینایي وارداتي توکي له نویو ګمرکي تعرفو څخه معاف شي.










