کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په کانګو کې پر اېبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو اوښتی او د دې ناروغۍ د مهارولو هڅې له ستونزو سره مخ شوې دي.
رویټرز د کانګو حکومت له لوري د اعلانشویو شمېر پر بنسټ راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې تر اوسه د اېبولا ۱۲ زره او ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵ زره او ۹۰۴ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
دغه ناروغي د روان کال د مې میاشتې په نیمايي کې د کانګو د شمال ختیځ ایتوري ولایت کې خپره شوه او تر اوسه د دغه هېواد اتو ولایتونو ته خپره شوې ده.
د راپور له مخې، د اېبولا د دې بڼې لپاره تر اوسه کومه تایید شوې درملنه یا واکسین نشته. د یادې ناروغۍ د بڼې په پېژندلو کې ځنډ، وسلهوالې شخړې او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د دې لامل شوي چې ناروغي په چټکۍ خپره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د سپوږمکۍ انځورونو شننه ښيي، د دغه هېواد په دوو تر ټولو ډېرو اغېزمنو سیمو کې ښايي د مړینو رسمي شمېرې تر واقعي شمېرو ډېرې ټیټې وي.
دا د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په لوېدیځه افریقا کې د اېبولا له خپرېدو وروسته، د یادې ناروغۍ دویمه لویه او تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي. په هغه وخت کې له ۲۸ زرو او ۶۰۰ ډېر کسان پرې اخته شوي او تر ۱۱ زرو ډېر مړه شوي وو.










