کابل (پژواک) – د اروپايي شورا مشرانو د هسپانیې د مرکزي بانک پخوانی رییس پابلو هرنانډېز دې کوس د اروپا د مرکزي بانک د نوي رییس په توګه وړاندیز کړی چې د کریسټین لاګارد ځای به ونیسي.
د اروپايي شورا خبرپاڼه کې راغلي چې د نوموړي د نوماندۍ په اړه به له اروپايي پارلمان او د اروپا مرکزي بانک له اړوندې شورا سره مشورې وشي او ټاکل شوې د هغه د ټاکنې وروستۍ پرېکړه د ډسمبر په میاشت کې وشي.
د خبرپاڼې له مخې، هرنانډېز دې کوس به د کریسټین لاګارد د کاري مودې له پای ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ په اوومه دنده پیل کړي. د اروپا مرکزي بانک د رییس کاري موده اته کاله ده او بیا ځان نه شي ورته ټاکلی.
۵۵ کلن هرنانډېز دې کوس له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۴ کال پورې د هسپانیې د مرکزي بانک رییس و او اوس د نړۍوالو تصفیوي بانکونو د عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
د اروپا مرکزي بانک د یورو د پولي سیاست د تنظیم او د یورو سیمې د بیو د ثبات ساتلو مسوولیت لري.










