کابل (پژواک) – د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د عمان د خصب بندر شمال ته د هرمز تنګي اوبو کې دوه تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې او اور یې اخیستی دی.
رویټرز د نومبر په ۲۶مه راپور ورکړی چې د ایران سپاه ویلي، یادې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې غیرمجازې لارې د تېرېدو هڅه کوله او د تګ راتګ سیسټمونه یې هم بند کړي وو.
د سپاه د څرګندونو له مخې، له دغو بېړیو یوه ستره تېلوړونکې بېړۍ وه چې تر دوه میلیون بېرلو ډېر خام تېل یې لېږدول.
سرچینې د بېړیو د هویت او د پېښې د احتمالي مرګژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
رویټرز لیکلي چې د سمندري امنیت د څار برېتانوي ادارې د پنجشنبې په ورځ د دوبۍ لوېدیځ ته شاوخوا ۵۰ سمندري میله لرې له یوې تېلوړونکې بېړۍ سره نږدې د نامعلومې الوتونکې وسیلې د لګېدو له امله د چاودنې راپور ورکړی، خو د سپاه د ادعاوو خپلواک تایید یې نه دی کړی.










