منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۳ غ.و
۱۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د اوکراین لپاره د ۴۵ میلیارده یورو پور پر سر د اروپايي ټولنې هوکړه وځنډېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې مشران اوکراین ته د ۲۰۲۷ کال لپاره د ۴۵ میلیارد یورو پور ورکولو په اړه کومې سیاسي هوکړې ته نه دي رسېدلي او پرېکړه یې د ډسمبر میاشتې غونډې ته ځنډولې ده.

د «اروپا اژانس» د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې مشرانو د نومبر په ۲۶مه په بروکسل کې د اوکراین د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د اروپايي شورا مشر انټونیو کوستا ویلي چې د ټولنې ۲۴ غړي هېوادونه د دغه پور ملاتړ کوي، خو هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت د مالي مرستې په ورکړه کې ګډون ته زړه نه ښه کوي او بلغاریا یوازې د پور له غیرنظامي برخې ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، دغه ۴۵ میلیارد یورو پور د اوکراین د ۲۰۲۷ کال د بودجې د کسر د یوې برخې پوره کولو لپاره وړاندیز شوی دی. د اټکل له مخې، دغه هېواد په راتلونکي کال کې شاوخوا ۷۰ میلیارد یورو اضافي مالي مرستې ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې مشران په پام کې لري چې د پور په اړه د هوکړې ترڅنګ له ۲۰۲۸ څخه تر ۲۰۳۴ کلونو پورې د ټولنې د اوږدمهالې بودجې په اړه هم خبرې وکړي.

تمه ده چې د اوکراین لپاره د دغه پور په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ خبرې د ډسمبر په میاشت کې بیا پیل شي