منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲ کتنې
ارشیف

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د غزې روغتیايي چارواکو ويلي چې د اسرائيلو د تازه بريدونو له امله د دې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه بريدونه د پنجشنبې په شپه او د ورځې په اوږدو کې د غزې په مرکزي او شمالي سیمو کې شوي دي.

د راپور له مخې، د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د یوه استوګنیز اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې د حماس د سیاسي دفتر غړی او د دغه غورځنګ د پوهنې وزارت مرستیال خالد ابو ندا او مېرمن یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې د الشفاء روغتون چارواکو ویلي چې د غزې ښار په تفاح او شاطي سیمو او دیرالبلح کې په درېیو نورو هوايي بریدونو کې اووه کسان وژل شوي دي.

د الاقصی شهیدانو روغتون چارواکو ویلي چې د غزې په مرکزي سیمه کې د بریج کډوالو پنډغالي ختیځ ته د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې یو ۶۲ کلن فلسطینی هم وژل شوی دی.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سره په غزه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه او ډزې دوام لري.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په دې تړانګه کې څه باندې ۷۴ زره فلسطینیان وژل شوي دي.