کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د فلسطینیانو د کړاوونو او د فلسطین د خاورې د ناقانونه اشغال پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ګوترش نن له فلسطیني ولس سره د پیوستون نړۍوالې ورځې (د نومبر ۲۹مه) په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې فلسطینیان د عزت، عدالت او خپل برخلیک ټاکلو حق لري.
ده ویلي: «موږ پوهېږو چې پیوستون باید یوازې د کړاوونو د لیدلو په معنا نه وي، بلکې د دغو کړاوونو او ناقانونه اشغال پای ته رسولو لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.»
هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د نورو تاوتریخوالو او ویجاړیو مخنیوي، د بشري مرستو بېخنډه رسولو او د دې سیمې بیارغونې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
ده دغهراز په ختیځ بیتالمقدس او لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي مېشتو کسانو له خوا د تاوتریخوالي، د اسراییلي استوګنځایونو د پراختیا، د فلسطینیانو د کورونو د نړولو، له خپلو سیمو د هغوی د جبري ایستلو او د ځمکو د غصب د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترش ټینګار کړی چې د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د فلسطینیانو له مشروع حق پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي ټینګېدای.
هغه زیاته کړې چې د فلسطین او اسراییل د دوو خپلواکو دولتونو جوړښت د حل یوازینۍ عملي لار ده او دواړه دولتونه باید له ۱۹۶۷ کال مخکې د موجودو پولو پر بنسټ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
ګوترش دغهراز ټینګار کړی چې د نړۍوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو او مخکینیو هوکړو له مخې باید غزه او لوېدیځه غاړه د فلسطین د دولت نه بېلېدونکې برخې وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د فلسطینیانو د بشپړې ملي خپلواکۍ او حاکمیت د تحقق او د فلسطینیانو او اسراییلیانو لپاره د سولې، عدالت او امنیت د تامین په موخه ګډې هڅې وکړي.











