کابل (پژواک) – ډاکټران په کابل کې د ممپس یا کلهچرک ویروسي او ساري ناروغۍ د ثبت شوو پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د دې ناروغۍ پر وخت نه تشخیص او درملنه کولای شي د پانقراس، د مغز شاوخوا پردو او هګۍدانونو د التهاب لامل شي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې پر دې ناروغۍ اخته کسان دې له نورو سره له تماس نیولو ډډه وکړي او د سم تشخیص او درملنې لپاره دې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د ډاکټرانو په خبره، ممپس یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې ډېری د لاړو غدې، په ځانګړي ډول د غوږونو مخې ته پرتې غدې اغېزمنوي او په ماشومانو او لویانو دواړو کې لیدل کېږي. تبه، سردرد، د اشتها کموالی، کمزوري، لړزه او د غوږونو شاوخوا د لاړو غدو پړسوب د دې ناروغۍ نښې دي.
د کابل په دوو روغتونونو کې د ممپس لسګونه پېښې ثبت شوې دي
د کابل د اندراګاندي ماشومانو روغتون مشر ډاکټر خیبر سهاک پژواک ته وویل چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه په دغه روغتون کې د کلهچرک ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د تېر ټول کال په اوږدو کې د دې ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
همدارنګه، د کابل اتاترک د ماشومانو ملي روغتون مشر، ډاکټر بصیر شهاب وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه په دغه روغتون کې د کلهچرک اته مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په ټولیز ډول ۱۵ پېښې ثبت شوې وې.
دغو ډاکټرانو ویلي چې ځیني پر کلهچرک اخته کسان ډاکټر ته مراجعه نه کوي، بلکې د خپلسري درملنې یا د دم کولو لپاره ملایانو ته د ورتګ لاره غوره کوي.
په همدې حال کې، ډاکټر نورالحق یوسفزي وویل چې هره ورځ د ده معاینهخانې ته له ۴۰ مراجعهکوونکو ناروغانو درې یې په ممپس یا کلهچرک اخته وي.
هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې ډېری کورنۍ هغه ماشومان چې څرګندې او سختې نښې نښانې نه لري، ډاکټر او روغتون ته نه بیايي؛ کنه د دې ناروغۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.»
ډاکټران د ممپس یا کلهچرک د احتمالي عوارضو په اړه خبرداری ورکوي
د اندراګاندي ماشومانو روغتیايي انسټیټیوټ د داخله څانګې مسوول پروفیسور ډاکټر محمدعارف حسنزي وویل چې کلهچرک یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې ډېری د لاړو غدې، په ځانګړي ډول د غوږونو مخې ته پرتې غدې اغېزمنوي او په ماشومانو او لویانو دواړو کې لیدل کېږي.

د هغه په وینا، تبه، د سر درد، د اشتها کموالی، کمزوري، لړزه او د غوږونو شاوخوا د لاړو غدو پړسوب د دې ناروغۍ نښې دي. د دې ناروغۍ لرونکي کسان ښايي د خوړو ژوولو یا ترشو خوړو پر مهال ډېر درد احساس کړي.
حسنزي زیاته کړه چې دا ناروغي په ډېرو مواردو کې له پنځو تر اوو ورځو پورې ښه کېږي؛ خو په ځینو مواردو کې د پانقراس، د مغز شاوخوا پردو او هګۍدانونو د التهاب لامل کېدای شي.
هغه پر وخت تشخیص مهم وباله او ویې ویل چې د ده د مشاهداتو له مخې، د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته ځینی ناروغان ناوخته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې پر وخت روغتیايي پاملرنه د احتمالي عوارضو په ښه تشخیص او کنټرول کې مرسته کولای شي.
د حسنزي په وینا، دغه ناروغي ډېری په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې لیدل کېږي؛ خو لویان هم پرې اخته کېدای شي.
د ممپس درملنه او مخنیوی
د انتاني ناروغیو په ملي او تخصصي روغتون کې روزونکي او د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل چې د کلهچرک درملنه تر ډېره د ناروغ د وضعیت د ښه ساتلو او نښو د کنټرول پر بنسټ ده او معمولاً د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې ویروس ضد درملنه نشته.

د هغه په وینا، استراحت، د کافي مایعاتو څښل او د تبې او درد کمولو لپاره د مناسبو درملو کارول د ناروغانو د پاملرنې له مهمو لارو څخه دي.
هغه د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعاتول، له نورو سره د ناروغ د تماس محدودول او د شخصي وسایلو جلا کارول د ناروغۍ خپرېدو د خطر کمولو لپاره مهم وبلل.
له بلې خوا، د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نورالحق یوسفزي سپارښتنه وکړه چې که د کورنۍ یو غړی پر کلهچرک اخته شي، باید له نورو روغو غړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، جلا وساتل شي، څو د ناروغۍ د لېږد او خپرېدو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه چې ناروغ ماشوم باید ښوونځي ته ولاړ نه شي او په غونډو او ګڼهګوڼې ځایونو کې ګډون ونه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ناروغ لپاره د مناسبو خوړو برابرول او سمه پاملرنه هم د هغه د روغېدو په بهیر کې مهم دي.
هغه د کلهچرک واکسین اهمیت ته په اشارې وویل: «زما په اند، که د کلهچرک واکسین د افغانستان د واکسیناسیون په پروګرام کې شامل شي، ډېر ښه به وي.»
د ناروغانو روایتونه
د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکي پویا ظریف، چې د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ته یې مراجعه کړې، وویل چې د تبې او د سر او مخ برخو کې د سخت درد له امله ډاکټر ته ورغلی دی.

له بلې خوا، د بغلان اصلي اوسېدونکي شفیعالله، چې زوی یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون کې بستر دی، وویل چې زوی یې پر کلهچرک له اخته کېدو وروسته سخت تبه، د غاړې پړسوب او د سر درد درلودل او په اسانه یې خواړه نه شوای خوړلی.
د ډاکټرانو په وینا، د دغه ماشوم ناروغي د غوږونو برخه کې له التهاب سره مل وه او له همدې امله په روغتون کې بستر شوی دی.










