کابل (پژواک) – د عامې روغتیا وزارت افغانستان ته د جرمني د یوې نههکسیزې طبي ډلې له رارسېدو خبر ورکړی او وایي چې دغه ډاکټران به د دوو اونیو لپاره په بامیان ولایت کې د پلاستیکي جراحۍ، سوځېدنو، مورزادي نیمګړتیاوو، ټپونو او نورو پېچلو ناروغیو برخو کې وړیا تشخیصي او تخصصي جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د جرمني نههکسیز طبي ټیم د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د اغاخان روغتیايي خدمتونو بنسټ (AKHS) په همکارۍ کابل ته رارسېدلی دی. ټاکل شوې چې دغه ټیم د دوو اونیو په ترڅ کې د بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو ته د پلاستیکي جراحۍ، سوځېدنو، مورزادي نیمګړتیاوو، د جګړې له امله د رامنځته شوو ټپونو او نورو پېچلو ناروغیو برخو کې وړیا تشخیصي او تخصصي جراحي خدمتونه وړاندې کړي.»
سرچینې لیکلي چې د دغه ماموریت په ترڅ کې به شاوخوا ۲۰۰ ناروغان وارزول شي چې له ډلې به یې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو د جراحي عملیاتو لپاره غوره شي.
همدارنګه، افغان ډاکټرانو، جراحانو او د طب محصلینو ته به په اړوندو برخو کې نظري او عملي زدهکړې ورکړل شي.
د دغه ماموریت ټول لګښتونه د رضاکارو ډاکټرانو او همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي او اړین درمل او طبي تجهیزات هم افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
د دغه ماموریت موخه اړمنو ناروغانو ته د وړیا تخصصي جراحي خدمتونو وړاندې کول، د افغان روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.










