منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د افغانستان روغتیا دویم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)_ د عامې روغتیا وزارت له لوري نن په کابل کې د افغانستان دویم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو چې په کې بېلابېل درمل، روغتیایي وسایل او طبي تجهیزات نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندراتون نن په کابل کې د افغانستان نړۍوال نندراتون په مرکز کې پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام ولري او په دغه نندارتون کې د افغاني شرکتونو ترڅنک د هندي، ایراني او ترکي شرکتونو په ګډون ټولې درې سوه غرفې اېښودل شوې دي.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د روغتیا برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو او درملو کفیت ته پاملرنه زیاته شوې او د قاچاقي درملو او خوراکي توکو مخه نیول شوې ده.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف وویل چې په وروستیو کلونو کې د تشخیص، درملو د کیفیت او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او په دې برخو کې ډېرې پانګونې هم ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او روغتیايي امکاناتو د زیاتولو له لارې کولای شي چې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو بهرنیو هېوادونو ته د سفر اړتیا راکمه او له هېواده د پانګې د وتلو مخنیوی وشي.

نوموړي وويل چې د افغانستان د روغتیا دولتي او خصوصي دواړه برخې د روغتیايي خدمتونو د پرمختګ او ښه والي وړتیا لري او د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ له لارې کولای شي چې خلکو ته لا غوره او باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد وويل چې دغه نندارتون د درملو د تولیدي فابریکو، د طبي تجهیزاتو د واردوونکو شرکتونو او تخصصي روغتونونو د وړتیاوو د معرفي کولو زمینه برابره وي.

هغه زیاته کړه، دغه نندارتون د درملو د تولید، طبي تجهیزاتو او تخصصي روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې هڅولو لپاره ښه فرصت دی.

هغه ټینګار وکړ، هر هغه څوک چې د درملو او روغتیایي محصولاتو د وارېدلو برخه کې له نافذه قوانینو څخه سرغړونه وکړي له هغوی سره به قانوني چلند ترسره شي.

زاهد وویل چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پراختیا په موخه له اوزبېکستان او ایران هېوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او ټاکل شوې ده چې له قزاقستان، بلاروس، روسیې او ترکیې هېوادونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل چې د یو پیاوړي روغتیایي سیستم رامنځته کول د ټولو اړوندو دولتي او خصوصي ادارو ګډ مسوولیت دی.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد ټولو وګړو ته باکیفیته، عادلانه، پر وخت او د اسانه لاس رسي وړ روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په ياده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌‌الدین دلاور وویل، په کوردننه د هغو ناروغانو د درملنې لپاره زمینه برابره شوې چې د درملنې لپاره به یې نورو هېوادونو سفرونه کول.

نوموړي زیاته کړې، د روغتیا برخه کې ډېری ستونزې حل شوي او هڅه کېږي چې هېواد کې روغتیايي خدمتونه لا پرخ او معیاري شي.