کابل (پژواک) – په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته هره ورځ لسګونه د سرطان ناروغان مراجعه کوي او د تشخیص، جراحۍ او کیموتراپي خدمتونه ورته وړاندې کېږي؛ خو د راډیوتراپي دستګاه نشتوالی د دغه روغتون له مهمو نیمګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې د دې برخې فعالولو لپاره هڅې روانې دي.
د پژواک خبریال په دغه روغتون کې د وړاندېکېدونکو خدمتونو په اړه راپور چمتو کړی دی. یو شمېر ناروغان او د هغوی پایوازان وايي چې د ناروغۍ د درد او ستونزو ترڅنګ، د درملنې له درنو لګښتونو او اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي او کله ناکله د درملنې د لګښتونو برابرولو لپاره پور اخیستلو ته اړ کېږي.
دوی په دغه روغتون کې له خدمتونو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د پرمختللو طبي وسایلو، په ځانګړې توګه د راډیوتراپي دستګاه برابرولو او د تخصصي خدمتونو د پراختیا لپاره دې هڅې وشي، څو په هېواد کې د سرطاني ناروغانو ستونزې راکمې شي.
د روغتون مسوولان د مراجعینو له زیاتېدو خبر ورکوي او وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه روغتون کې څه باندې ۴۱ زره ناروغان ثبت شوي دي. د هغوی په وینا، که څه هم په دغه روغتون کې ناروغانو ته ښه خدمتونه وړاندې کېږي، خو د راډیوتراپي دستګاه نشتوالی یې له مهمو نیمګړتیاوو څخه دی.
راډیوتراپي څه ده او د سرطان په درملنه کې څه ارزښت لري؟
د طبي متخصصانو په وینا، راډیوتراپي د سرطان د درملنې یوه مهمه طریقه ده چې د لوړې انرژۍ لرونکو وړانګو په کارولو سره سرطاني حجرې له منځه وړي او یا یې د ودې مخه نیسي. دا طریقه د ناروغۍ د ډول او پړاو له مخې، په یوازې ځان او یا د جراحۍ او کیموتراپي ترڅنګ کارول کېږي.
شته خدمتونه او ننګونې
د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې جوړ شوی، ۲۰۰ بستره لري او د تشخیص، جراحۍ او کیموتراپي خدمتونه پکې وړاندې کېږي.
په دغه روغتون کې د عمومي جراحۍ او سرطانونو متخصص ډاکټر رحیمالله سلطاني پژواک ته وویل چې لس کاله مخکې د سرطان درملنې څانګه د کابل د جمهوریت روغتون په یوه کوچنۍ برخه کې جوړه شوې وه او تر تېر کال پورې یې فعالیت کاوه؛ خو د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې په یوه خپلواک روغتون بدله شوې چې اوس په بېلابېلو برخو کې ۱۸۰ کارکوونکي لري.
نوموړي وویل، دغه مرکز د تشخیص، جراحۍ او کیموتراپي خدمتونه وړاندې کوي، خو لا هم د طبي وسایلو، متخصصانو او روغتیايي کارکوونکو برخو کې د کمښت ستونزې لري.
د هغه په وینا، د دغه روغتون د بېړنیو خدمتونو برخه کې ۱۸ فعال بسترونه شته چې هره ورځ د کیموتراپي ناروغان پکې بسترېږي او له کیموتراپي وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
د ده د معلوماتو له مخې، دغه روغتون د تشخیص څانګې لري چې په لابراتوار سمبال دي. همدارنګه د پتالوژۍ او انډوسکوپي څانګې لري چې د ناروغانو د هاضمې سیسټم سرطانونه پکې تشخیصېږي او یوه عملیاتخونه هم لري. د ځانګړې پاملرنې (ایسيیو) څانګې ودانۍ هم د جوړېدو په حال کې ده چې ډېر ژر به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د سینې د انځور اخیستلو (ماموګرافۍ) دستګاه روغتون ته وررسېدلې او د فعالولو چارې یې روانې دي.
خو ډاکټر سلطاني په دغه روغتون کې د ځینو نورو کمښتونو او اړتیاوو یادونه هم وکړه.
هغه وویل: «زموږ یوه لویه نیمګړتیا د راډیوتراپي څانګه ده چې دا موضوع د ټول هېواد په کچه یوه لویه ننګونه ده. همدارنګه د کمپیوټري مقطعي انځور اخیستنې (سيټيسکن) او مقناطیسي تشدید انځور اخیستنې (اېمارای) څانګې هم نه لرو؛ خو د دغو دوو برخو لپاره ژمنې شوې، تر اوسه نه دي فعالې شوې.»
ډاکټر سلطاني د متخصصو کارکوونکو کمښت بله ننګونه وبلله او ویې ویل چې اوسمهال د مغز، سږو، ملا تیر او سترګو د سرطانونو لپاره متخصص ډاکټران نه لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه روغتون تشکیلات جوړ شوي او د کارکوونکو د ګومارنې بهیر روان دی.
هغه وویل، دغه مرکز د درملو له کمښت سره هم مخ دی؛ خو یو شمېر موسسې او خیرخواه سوداګر د سرطان ناروغیو د درملو په برابرولو کې مرسته کوي او دغه درمل ناروغانو ته وړیا وېشل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې څه موده مخکې هند هم له دغه روغتون سره د یو شمېر درملو مرسته کړې وه.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د سرطان ناروغیو د درملو د تولید زمینه برابره شي، څو د شته ستونزو یوه برخه هواره شي.
د کابل د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته د مراجعینو زیاتوالی
د ډاکټر رحیمالله سلطاني د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه روغتون کې ټولټال ۴۱ زره او ۷۲۳ ناروغان ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۱ زره او ۱۳۵ کسان بستر شوي او ۲۰ زره او ۵۸۸ نورو په سرپايي ډول خدمتونه ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، په ټول ۱۴۰۴ کال کې هم ۳۲ زره او ۷۴۳ ناروغان دغه روغتون ته ورغلي وو چې له ډلې یې شپږ زره او ۵۴۶ کسان بستر او ۲۶ زره او ۱۹۷ نورو په سرپايي ډول درملنه ترلاسه کړې وه.
هغه وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه روغتون کې د مړینې ۱۳۴ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په تېر ټول کال کې دغه شمېر ۱۰۳ کسانو ته رسېده.
بلخوا، د سرطاني ناروغیو متخصص ډاکټر احمدجاوېد زرنګ وايي چې دغه روغتون ته د مراجعینو شمېر زیات شوی او د تګ راتګ د محدودیتونو او بهرنیو هېوادونو ته د سفر د ستونزو له امله یو شمېر هغه ناروغان چې پخوا به یې د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کاوه، اوس د درملنې لپاره د هېواد دننه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي.
د هغه په وینا، د ناروغانو شمېر دوه یا درې برابره زیات شوی، خو د دومره ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارکوونکي او متخصصان بسنه نه کوي. همدارنګه د طبي وسایلو او تشخیصي تجهیزاتو په برخه کې هم کمښت شته.
نصیراحمد ځاځي هم دغه روغتون ته د سرطان ناروغانو د مراجعې د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له امله ډېری ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د تګ له امکانه بېبرخې شوي او اوس دغه روغتون ته مراجعه کوي.
د درملنې درانه لګښتونه د ناروغانو بله اندېښنه
د کندوز اوسېدونکې عایشې چې د سینې پر سرطان اخته ده او د کیموتراپي د تطبیق لپاره دغه روغتون ته ورغلې وه، پژواک ته وویل چې له یوه کال راهیسې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
هغې د خپل اقتصادي وضعیت په اړه شکایت وکړ، خو ویې ویل چې تر اوسه یې د درملنې لپاره سل زره افغانۍ لګولې دي.
بلخوا، د کابل اوسېدونکې لطیفې وویل چې یو کال مخکې د سینې د سرطان له تشخیص وروسته یې د درملنې لپاره پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې عملیات هم وشول؛ خو د پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله اوس په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
هغې وویل: «تر اوسه مې د خپلې درملنې لپاره تر څلورو لکو ډېرې افغانۍ لګولې دي، ډېری پیسې مو پور کړې دي.»
د بامیان اصلي اوسېدونکي دلاور چې په یاد روغتون کې بستر دی، وویل چې د درملنې ټول پړاوونه یې په همدغه روغتون کې ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه: «اووه کاله مخکې مې پر پښه یوه کوچنۍ دانه پیدا شوه، څو ځلې ډاکټرانو ته ولاړم، راته ویې ویل چې د اندېښنې وړ نه ده، کله چې غټه شوه او ورو ورو یې درد کاوه، بیا دلته راغلم، ډاکټرانو معاینات وکړل او سرطان یې تشخیص کړ. دلته بستر او عملیات شوم، اوس الحمدالله د پښې زخم مې ښه شوی دی. د دغه روغتون له خدمتونو ډېر خوښ یم، ان یوه ګولۍ مې هم له بازاره نه ده اخیستې، هر څه وړیا دي، یوازې د تګ راتګ او زما د پایواز د اوسېدو لګښت مو لږ ورکړی دی.»
د عامې روغتیا وزارت: د راډیوتراپي د فعالولو هڅې روانې دي
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې په تېرو وختونو کې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو درملنې ته کافي پاملرنه نه وه شوې؛ خو اوس په کابل کې د سرطان ۲۰۰ بستریز روغتون او د هېواد په څلورو زونونو کې ۵۰ بستریز روغتونونه فعال دي.
نوموړي زیاته کړه چې په کندوز او پکتیا ولایتونو کې د سرطان ۵۰ بستریز روغتونونو جوړول هم د دغه وزارت په پلان کې شامل دي.
د هغه په وینا، اوس مهال په اړوندو مرکزونو کې د تشخیص، داخله، پتالوژۍ، یورولوژۍ، جراحۍ، انکولوژۍ او کیموتراپي خدمتونه وړاندې کېږي او په کابل کې د راډیوتراپي خدمتونو د فعالولو هڅې هم روانې دي.
شرافت زمان د سرطاني ناروغانو د شمېر په اړه وویل چې تر اوسه په دې برخه کې کره سروې نه ده شوې، خو هڅه کېږي چې په دې اړه دقیقه سروې ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې پخوا به ډېری ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل؛ خو اوس هڅه شوې چې د هېواد دننه د خدمتونو په فعالولو سره د ناروغانو د اړتیاوو یوه برخه پوره شي.










