منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې د ۱۰۵۰۰ کورنیو لپاره د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه پروژې

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۱ کتنې
  1. کندهار (پژواک) – د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مالي ملاتړ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شوی چې شاوخوا لس زره کورنۍ ترې ګټه اخلي؛ دغه‌راز، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰۰ کورونو ته د پاکو اوبو رسولو د یوې بلې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
    د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ارغنداب ولسوالۍ د اوبو رسولو شبکې لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم جوړ شوی چې ورسره به د اوبو رسولو لګښتونه راکم او د خلکو لپاره به د اوبو برابرولو بهیر اسانه شي.
    د دغه ریاست د اوبو رسولو څانګې مدیر انجنیر مؤمن خان داودزی نن (پنجشنبې) پژواک ته وویل، تر دې وړاندې یادې شبکې ته د جنراتور له لارې برېښنا برابرېده چې د تېلو لوړ لګښت یې د اوبو رسولو بهیر له اقتصادي ستونزو سره مخ کړی و.
    په کندهار کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ښاري اوبو رسولو انجنیر عزت الله خالقي وايي، د لمریزې برېښنا له دغه سیستم څخه به د کندهار ښار د نهمې ناحیې او یو شمېر نورو سیمو شاوخوا لس زره کورنۍ ګټه واخلي.
    د ده په خبره، د دغې همکارۍ ترڅنګ د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د اوبو رسولو د یوې بلې شبکې د جوړولو چارې هم نږدې بشپړې شوې دي.
    هغه وايي: «په نهمه ناحیه کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې بلې پروژې چارې بشپړیږي چې له مخې به یې ۵۰۰ کورونو ته د پاکو اوبو نلونه وغځول شي، د دغې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې.»
    د اوبو رسولو دغو پروژو ته د سیمې خلک هم خوښ دي.
    د نهمې ناحیې اوسېدونکی جمیل احمد وايي: «موږ له پخوا راهیسې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ یو، د اوبو راوړلو لپاره مو لیرې سیمو ته تګ راتګ کاوه چې ډېر وخت او زحمت یې غوښت، اوس چې زموږ سیمې ته د اوبو رسولو شبکه جوړېږي، هیله لرو چې د خلکو ستونزې به راکمې شي.»
    د سیمې بل اوسېدونکی خالد احمد وايي: «موږ کارونو ته ځو اکثره وخت مو ښځې او ماشومان له لیرې ځایونو اوبه راوړي چې هم وخت غواړي او هم له روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ وي. د اوبو نل مو تر کوره راغلی په نن او سبا کې به زموږ ستونزه حل شي خو زموږ غوښتنه دا ده چې د اوبو رسولو دا ډول پروژې یوازې په څو سیمو پورې محدودې نه شي بلکې د ښار نورو هغو سیمو ته هم وغځول شي چې خلک یې له پاکو اوبو بې‌برخې دي.»
    بل خوا د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست مسوولین وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې داسې پرمختګونه شوي چې د دوی په وینا، په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
    د اوبو رسولو د شبکو پراختیا په داسې حال کې ده چې کندهار په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له جدي اغېزو سره مخ شوی او د اوبو د سرچینو، په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه شوې ده.