کابل (پژواک) – د کابل د اندراګاندي او اتاترک ماشومانو روغتونونو مسوولین وايي، په تېرو اوو میاشتو کې په دغو دوو روغتونونو کې د شري ۴۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۱۷ ماشومانو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. هغوی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د ماشومتوب دورې واکسینونه بشپړ کړي او که ماشومان یې پر دې ناروغۍ اخته شي، پر وخت دې یې روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
په همدې حال کې، د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د شري ۱۸ زره او ۸۲۶ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

متخصصین: شری یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې تر ډېره ناواکسین شوي ماشومان ګواښي
په کابل ښار کې د انتاني ناروغیو په ملي او تخصصي روغتون کې د انتاني ناروغیو متخصص ټرینر ډاکټر فریدالله عمري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، شری یوه حاده، ویروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې ماشومان او لویان پرې اخته کېږي؛ خو تر ډېره په هغو ماشومانو کې خپرېږي چې واکسین شوي نه وي، په ځانګړي ډول په کوچنیانو او هغو ماشومانو کې چې له خوارځواکۍ سره مخ وي.

د هغه په خبره، دا ناروغي د هوا او د ناروغ د تنفسي څاڅکو له لارې، د ټوخي، پرنجي یا ساه اخیستلو پر مهال نورو ته لېږدېږي. تبه، ټوخی، زکام، د سترګو سوروالی او اوښکې کېدل او پر پوستکي د سرو دانو راختل یې مهمې نښې دي.
هغه زیاته کړه، شری د نس ناستې، د بدن د اوبو کمښت، سینهبغل، د منځني غوږ التهاب او د مغزو د التهاب په څېر عوارض رامنځته کولای شي او په سختو مواردو کې د ناروغ د مړینې لامل هم کېږي.
د نوموړي په خبره، واکسین کول د شري د مخنیوي تر ټولو اغېزناکه لاره ده. د واکسین ملي پروګرام له مخې، د واکسین د دوو ډوزونو تطبیق د دې ناروغۍ د پېښېدو او د هغې د عوارضو خطر کموي. همدارنګه، د مشکوکو پېښو پر وخت پېژندل، له نورو سره د ناروغ د تماس مخنیوی او د روغتیايي کارکوونکو د سپارښتنو مراعاتول د ناروغۍ خپرېدو په کنټرول کې مهم دي.
عمري وویل، د شري لپاره د ویروس ضد ځانګړېدرملنه نشته؛ خو د ناروغ مراقبت، د بدن د اړتیا وړ مایعاتو برابرول، مناسبه تغذیه او د روغتیايي لارښوونو له مخې، پر شري اخته ماشومانو ته د «اې» ویټامین ورکول رانغاړي.
هغه زیاته کړه، کوچنیان، په خوارځواکۍ اخته کسان او هغه خلک چې د بدن دفاعي سیسټم یې کمزوری وي، د دې ناروغۍ د سختو عوارضو له لوړ خطر سره مخ دي.
په همدې حال کې، د کابل د اندراګاندي ماشومانو روغتون د انسټیټوت د داخله څانګې مسوول پروفیسور ډاکټر محمدعارف حسنزي د دې ناروغۍ د مخنیوي په اړه وویل: «د ویروس د کنټرول یوه لاره د واکسین تطبیق دی. موږ د شري د مخنیوي لپاره ډېر اغېزمن واکسین لرو چې په درېیو پړاوونو کې تطبیقېږي او که دا واکسین تطبیق شي، په ناروغ کې معافیت رامنځته کوي.»

هغه زیاته کړه، کمزوري او په خوارځواکۍ اخته ماشومان د ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمنونکي دي او کورنۍ باید د ماشومانو د ماشومتوب د دورې واکسینونه پر وخت تطبیق کړي.
حسنزي د حفظالصحې مراعاتولو او د ماشومانو تغذیې ته هم د پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، پر شري اخته ماشوم باید له نورو ماشومانو، په ځانګړي ډول له هغو ماشومانو چې واکسین شوي نه وي، لرې وساتل شي، څو د ناروغۍ د لېږد مخه ونیول شي.
په دوو روغتونونو کې د شري له امله د ۱۷ ماشومانو د مړینې ثبت
د کابل د اندراګاندي ماشومانو روغتون مشر ډاکټر خیبر سهاک وايي، د روان کال له پیل څخه د میزان تر ۱۴مې نېټې پورې په دغه روغتون کې د شري ۲۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او له اخته کسانو څخه یې ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه روغتون کې یو زر او ۲۳ ماشومان پر شري اخته شوي وو چې له ډلې یې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی و.
ډاکټر حسنزي د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو په اړه وویل: «زموږ د انتاني ناروغیو په څانګه کې نه یوازې سږ کال، بلکې نږدې دوه یا درې کاله کېږي چې د شري پېښې زیاتې شوې دي؛ سږ کال هم ډېرې وې. دا موضوع له موسم سره هم تړاو لري.»
هغه وویل، د شري له امله مړینې تر ډېره هغه مهال رامنځته کېږي چې ناروغ په ورته وخت کې پر نورو ناروغیو، لکه سینهبغل، هم اخته وي.
د نوموړي په خبره، هغه ماشومان چې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره په ځنډ مراجعه کوي، د دې ناروغۍ د عوارضو او خطرونو له لوړ احتمال سره مخ وي.
حسنزي له کورنیو وغوښتل چې د ماشومانو د ماشومتوب د دورې د واکسینونو ترڅنګ، تر شپږ میاشتني عمره خپلو ماشومانو ته د مور شیدې ورکړي او له هغې وروسته د هغوی په غذایي رژیم کې مناسب بشپړوونکي خواړه ورزیات کړي.
هغه ټینګار وکړ چې پر شري اخته ماشومان باید له روغو ماشومانو لرې وساتل شي او د ناروغۍ پر مهال باید ناروغ ماشوم له خوړو بېبرخې نه شي.
ډاکټر حسنزي وویل: «په کورنیو کې ځینې ډېرې خرابې دودیزې کړنې شته؛ ماشوم له ځینو خوړو منع کوي، په ډېره ګرمه هوا کې یې ساتي او ان د ماشوم مخ هم نه وینځي… د حفظالصحې په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.»
د کابل د اتاترک ماشومانو ملي روغتون د ماشومانو د داخلې متخصص ډاکټر احمد میلاد شیرزاد هم وویل، د روان کال له حمل څخه د میزان تر ۲۷مې نېټې پورې په دغه روغتون کې د شري ۱۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او له اخته کسانو څخه یې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په خبره، په تېر ۱۴۰۴ کال کې په دغه روغتون کې د شري ۹۲۲ ناروغان ثبت شوي وو چې له ډلې یې ۱۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی و.
هغه زیاته کړه: «زموږ د روغتون د تجربې له مخې، تېر کال د شري پېښې ډېرې وې؛ خو سږ کال کمې شوې دي، ځکه تېر کال یو سراسري کمپاین ترسره شو، د خلکو پوهاوی زیات شو او د واکسین کمپاینونه هم ترسره شول. له همدې امله، دغه اقداماتو تر یوه بریده د پېښو په کمېدو کې مرسته کړې ده.»
شېرزاد زیاته کړه: «سږ کال به زموږ په هره خونه کې د شري درې ناروغان وو، په داسې حال کې چې تېر کال به ان په یوه بستر کې درې ناروغان بستر وو. مخکې به په یوه ورځ کې پنځه یا شپږ ناروغان راتلل، خو اوس ښايي هره ورځ دوه ناروغان مراجعه وکړي.»
پر شري د اخته ماشومانو د کورنیو تجربې
د پروان اصلي اوسېدونکي او د کابل د اندراګاندي ماشومانو روغتون یو پایواز جاناغا وویل، زوی یې د واکسینونو له ترلاسه کولو سره سره پر شري اخته شو؛ خو په دغه روغتون کې تر بستر کېدو وروسته یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او بل پایواز براتخان وویل، زوی یې د سختې تبې او د پوستکي د دانو له امله اته ورځې مخکې په دغه روغتون کې بستر شوی او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دوی په ګاونډ کې څو نور ماشومان هم پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.