منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان او قزاقي چارواکو په روغتیایي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال قزاقستان ته د سفر پر مهال له قزاقي چارواکو سره د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان په سوداګریز او طبي فورم کې ګډون وکړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د خوړو او درملو مرستیال په دغه فورم کې د خپلې وینا پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او تخنیکي همکاریو برخه کې پراختیا مهمه وبلله او په افغانستان کې یې د ترسره شوو وروستيو پرمختګونو او د پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

سرچینه زیاتوي، هغه د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو، د درملو او طبي تجهیزاتو د معیاري سوداګرۍ، ګډې پانګونې، د تولیدي فابریکو او لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د متخصصینو روزنې او د کیفیت کنټرول په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي چې زاهد د ياد فورم په پای کې د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د اړوندو ادارو له استازو سره ليدنه وکړه او  په دې لیدنه کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، سوداګریزو اسانتیاوو او د همکاریو د پراختیا په موخه د منظمو ناستو پر دوام هوکړه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت لیکلي،  زاهد د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.