منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي اصولو نه رعايتولو له امله تړل شوې دي.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې په لښکرګاه ښار کې د مالګې له شپږو کارخونو څارنه کړې او د دې ارزونې په پایله کې د ټولو کارخونو فعالیت درول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو کارخونو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د مالګې د تولید او پروسس په بهیر کې اړین اصلاحات راولي.

سرچینې زیاته کړې، دغه کارخونې به تر هغه وخته د بیا فعالیت اجازه ونه لري، څو یې لابراتواري ازموینې ترسره او د روغتیايي معیارونو د مراعاتولو ډاډ ترلاسه نه شي.