منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۸ غ.م
۱۴°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د روغتیا وزارت د لازمو معیارونو نه پوره کولو په صورت کې روغتونونو ته د تړلو خبرداری ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲ کتنې

کابل (پژواک) – د عامې روغتیا وزارت وايي، هغو روغتونونو ته چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړین معیارونه یې نه وي پوره کړي، لنډمهاله فرصت ورکول کېږي، څو خپلې نیمګړتیاوې لرې کړي؛ که نه د فعالیتونو درولو په اړه به یې پرېکړه وشي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه موضوع د دغه وزارت د مشرتابه بورډ په ۲۸مه غونډه کې چې د دغه وزارت د وزیر مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ او د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي او یو شمېر اړوندو مرکزي رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، مطرح شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کابل د استقلال روغتون د سوځېدنې برخې د اړتیاوو پوره کولو، د سوځېدنې پېښو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو، د عمومي روغتونونو د تجهیز او د تېرو غونډو د پرېکړو د تعقیب په اړه بحث شوی دی.

مولوي نورجلال جلالي په ولایتونو کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پر پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي هم ټینګار کړی او له مسوولینو یې غوښتي چې د تېرو غونډو پرېکړې په جدي توګه تعقیب او عملي کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې اړوندو مسوولینو د هېواد د اېچ‌ای‌وي/ ایډز، هیپاتیت، نري رنځ، ډینګي تبې او ملاریا ناروغیو د وضعیت او د دغو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ترسره شوو فعالیتونو په اړه د وزارت له مشرتابه سره معلومات شریک کړي دي.