کندهار (پژواک) – د کندهار ګمرک له لوري په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې نیول شوي نږدې زر ټنه درمل، شامپوګانې، کریمونه او د فېشن اړوند توکي د سوځولو ځانګړې ساحې ته لېږدول شوي او د سوځولو لړۍ یې پیل شوې ده.
د کندهار د ګمرک رییس مولوي منصورالحق ذاکر نن (دوشنبه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه توکي له پاکستانه په غیرقانوني ډول افغانستان ته راوړل شوي وو او ډېری درمل بېکیفیته او تاریخ تېر دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو توکو کیفیت د لېږد او قاچاق پر مهال خراب شوی دی.
د نوموړي په خبره، د دغو توکو په قاچاق کې شاوخوا ۳۰ لوی شرکتونه او سلګونه عام کسان ښکېل وو.
بلخوا، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي انعامالله سمنګاني وویل چې حکومت له دې مخکې د خلکو د زیانمنېدو د مخنیوي په موخه په دې برخه کې ډېر ټینګار نه کاوه، خو له دې وروسته به د دغه ډول توکو وارداتو ته هیڅ اجازه نه وي.
د هغه په وینا، د دغه اقدام موخه د بېکیفیته او تاریختېر درملو او نورو توکو د کارونې له امله د خلکو روغتیا ته د احتمالي زیانونو مخنیوی دی.










