غزني (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د غزني د جغتو ولسوالۍ د سراب درې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت او ګډو هڅو یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی؛ د دې سیمې خلک وايي چې د دغه مرکز فعالولو لپاره طبي وسایلو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي، سراب د چغتو یوه لرې پرته سیمه ده چې خلک یې په تېرو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. هغوی زیاتوي چې په تېرو سلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکز جوړ کړی دی.
د سیمې یوه مشر ملک محمدعلي عصمتزاده پژواک ته وویل، د دغه مرکز جوړولو لپاره د سیمې خلکو د خپل اقتصادي توان په اندازه مرسته کړې؛ ځینو لس او شل افغانۍ، ځینو سلګونه او زرګونه او ان ځینو لس یا پنځلس زره افغانۍ ورکړې دي.
د هغه په وینا، که څه هم د سیمې ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په سیمه کې د روغتیايي خدمتونو نشتوالي اړ کړي چې په ګډه د خپل کلي د خلکو لپاره روغتیايي مرکز جوړ کړي.
هغه وویل، د ژمي په موسم کې د سختو واورو او لارو بندېدو له امله د غزني ښار او شاوخوا سیمو ته د دوی تګ راتګ ستونزمن او کله ناکله بشپړ ناشونی وي.
د نوموړي په خبره، په داسې حالاتو کې ناروغان کله ناکله په صندوقونو یا چپرکټونو کې د خلکو پر اوږو، په یوه یا دوو ورځو کې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.
ملک محمدعلي زیاته کړه، تېر ژمی یوه مور او ماشوم چې سخته ناروغه شوې وه، د حکومت په همکارۍ په چورلکه کې ولېږدول شول.
هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې جوړ شوي روغتیايي مرکز ته لازم تجهیزات، درمل او روغتیايي کارکوونکي برابر کړي، څو د سیمې اوسېدونکي د درملنې لپاره له دومره ستونزو سره مخ نه شي.
د تعاون بنسټ استازي ضیا نوري چې د دغه روغتیايي مرکز د ودانۍ په جوړولو کې یې همغږي کړې، وویل، یوه کس د مرکز لپاره دوه جریب ځمکه وقف کړې او د خلکو په مالي مرستو پر شاوخوا ۳۰۰ متره مربع ځمکه ودانۍ جوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې ودانۍ کې دوه لوی سالونونه، ۱۱ خونې، درې حمامونه او نورې اړوندې اسانتیاوې شاملې دي. هغه زیاته کړه چې د ودانۍ پر جوړولو شاوخوا دوهنیم میلیون افغانۍ لګښت شوی چې د سیمې عامو خلکو ورکړې دي.
ورته مهال، د پاملرنې موسسې ولایتي مسوول محمدحکیم عزیزي وویل، پلان لري چې د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې د دغه روغتیايي مرکز د فعالیت لپاره اړین تجهیزات، درمل، روغتیايي کارکوونکي او نور امکانات برابر کړي.
هغه وویل، په دغه مرکز کې به اووه نارینه او ښځینه روغتیايي کارکوونکي او درې خدماتي کارکوونکي دندې ترسره کړي.
د عزیزي په خبره، په مرکز کې به د سراپا ناروغانو (OPD)، د مور او ماشوم روغتیا، تغذیې، نرسنګ او رواني مشورو خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې پاملرنې موسسه به خپل روغتیايي خدمتونه د عامې روغتیا وزارت د نافذه اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې وړاندې کوي.
د غزني د عامې روغتیا رییس رسولخان نظري وویل، خلک د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا لري او د سراب روغتیايي مرکز د همدې ګډې هڅې یوه بېلګه ده.
د هغه په وینا، د غزني په بېلابېلو سیمو کې خلکو تر اوسه په خپلو مالي مرستو له ۱۵ ډېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د ځینو نورو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په قلوج سیمه کې خلکو په خپل مالي لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی و.