کابل (پژواک)- د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د روغتونونو د جوړولو او تجهیز او افغان ناروغانو ته د ویزو د ورکړې بهیر د اسانه کولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ترکي لوري د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، جلالي په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو او تجهیز، د سرطان روغتون لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو د برابرولو او د زړه په مورزادي ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د امکاناتو د زیاتولو په برخو کې د ترکیې همکاري مهمه بللې ده.
هغه دغه راز افغانستان ته د ترکي درملو د وارداتو او سوداګرۍ په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو او هغو ناروغانو ته د ویزو د ورکړې بهیر د اسانه کولو غوښتنه کړې چې د درملنې لپاره ترکیې ته سفر کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو پر بنسټ به د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو د برابرولو هڅې وکړي.
هغه زیاته کړې چې د درملو په برخه کې یو شمېر پانګهوال د افغانستان بازار ته داخل شوي او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.










