کابل (پژواک) – د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د روان کال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره په سعودي عربستان کې د استوګنې، خوړو، ترانسپورټ او نورو اړینو خدمتونو برابرولو په موخه یې له «مناسک المشاعر» شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد قرارداد د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج اړوند نړۍوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د حج، عمرې او زیاراتو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي او د «مناسک المشاعر» شرکت اجرائیوي رییس استاد محمد عدنان حمزه دغه تړون لاسلیک کړی دی.
د تړون له مخې، یاد شرکت مکلف دی چې په مکه مکرمه، مدینه منوره او سپېڅلو مشاعرو (منی، عرفات او مزدلفه) کې حاجیانو ته د استوګنې مناسب ځایونه، خېمې، درې وخته خواړه، د جدې، مکې او مدینې ترمنځ د ترانسپورټ خدمتونه او نور اړین امکانات برابر کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د تړون د شرایطو او ژمنو د سم پلي کېدو او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د قراردادي شرکت د فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي.
ټاکل شوې چې سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج مراسمو ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.










