منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د قطر لومړی وزیر د ایران د جګړې په تړاو د خبرو لپاره امریکا ته ځي

· ۲ دقیقې لوستل
REUTERS

کابل (پژواک) – ټاکل شوې د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن (دوشنبه) په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

رویټرز راپور ورکړی چې دا لیدنه به په سپینه ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي او د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس هم ټاکل شوې چې د قطر له لومړي وزیر سره وګوري.

د راپور له مخې، قطر د ایران د جګړې پر مهال د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د دواړو لورو وړاندیزونه یې یو بل ته رسولي دي.

دغه هېواد همدارنګه هڅه کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او د جګړې د پای ته رسولو د شرایطو په اړه د دواړو لورو ترمنځ اختلافات راکم کړي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ ویلي چې له ایران سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د هغه په وینا، اوس‌مهال داسې نښې نه لیدل کېږي چې ژر به کومې هوکړې ته ورسېږي.

روبیو ویلي چې ډونالډ ټرمپ ډیپلوماټیک حل ته ترجیح ورکوي، خو د ایران غوښتنې یې «د نه منلو وړ» بللې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له جدي خنډونو سره مخ دي او قطر لا هم د واشنګټن او تهران د دریځونو د نږدې کولو لپاره د منځګړي رول لوبوي.