کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، ترکیې او قطر د متقابلې دفاع، پوهنې، د مصرفوونکو حقونو د خوندیتوب، سولې، پخلاینې او شخړو د حل برخو کې پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د جمعې په ورځ په استانبول کې له لیدنې او خبرو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه هوکړې لاسلیک کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو هوکړو کې د متقابلې دفاع، پوهنې، د مصرفوونکو حقونو د خوندیتوب، سولې، پخلاینې او د شخړو د حل برخو کې د همکاریو پراختیا شامله ده.
د راپور له مخې، د هوکړو د لاسلیک مراسم د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په دولماباغچه دفتر کې د دواړو هېوادونو د سترې ستراتیژیکې کمېټې د ۱۲مې غونډې په څنډه کې د دواړو لورو ترمنځ له ځانګړو او د پلاوو په کچه له خبرو وروسته ترسره شوي دي.











