کابل (پژواک) – د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي چې د هرمز تنګي ختیځه برخه کې د مایع ګاز لېږدوونکې یوې بېړۍ له سمندري ماین سره تر لګېدو وروسته چاودنه کړې ده.
رویټرز د جمعې په ورځ د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې دغه بېړۍ د هرمز تنګي له هغې برخې د تېرېدو هڅه کوله چې د ایران له لوري پرې د تېرېدو اجازه نشته او خطرناکه ده.
د راپور له مخې، د پېښې په اړه د بېړۍ نوم، د هغې د مالکیت او بیرغ په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده چې د تېلو او ګازو د نړۍوالې سوداګرۍ یوه لویه برخه ترې تېرېږي.
رویټرز لیکلي چې د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د دې ادعا خپلواک تایید لا نه دی شوی










