کابل (پژواک) – د پاکستان د ګلګت بلتستان په غذر ولسوالۍ کې سیند ته د یوه مسافر وړونکي موټر لوېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د نومبر په ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام د غذر ولسوالۍ د یاسین درې «مورکه» پله ته نږدې شوې ده.
د راپور له مخې، یاد موټر له ګلګت ښار څخه د غذر ولسوالۍ د یاسین درې پر لور روان و چې چلوونکي یې کنټرول له لاسه ورکړی او موټر سیند ته لوېدلی دی.
د پولیسو په وینا، د ژغورنې ډلې د پېښې له ځایه د ۱۱ کسانو مړي راایستلي او دوه ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
پولیسو ویلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د مړه شوو او ټپیانو ټول د یاسین درې اوسېدونکي دي.
د ګلګت بلتستان اعلی وزیر امجد حسین د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د ټپیانو د درملنې لپاره ټولې شته اسانتیاوې برابرې کړي.










