منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا په ایلینوی ایالت کې د بم موندل کېدو له امله د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې امر شوی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)- د امریکا د ایلینوی ایالت په یوه فابریکه کې د بم له موندل کېدو وروسته، پولیسو د فابریکې شاوخوا د ۱٫۶ کیلومتره ساحې اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی او د سیمې یو شمېر سړکونه یې تړلي دي.

د امریکا د «ډبلیو اېم بي ډي» راډیو د راپور له مخې، دغه بم د ایلینوی ایالت د پیوریا ښار د «بایو ارجا رینیوایبلز» په نوم د ایتانول تولید په فابریکه کې موندل شوی دی.

د پیوریا ښار د پولیسو مشر براډ ډیکسن نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې د یادې فابریکې مسوولینو پولیسو ته د بم د ګواښ خبر ورکړی و او پولیسو د افغانستان په وخت تیره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې په فابریکه کې یوه شکمنه بسته وموندله چې وروسته امنیتي ځواکونو تایید کړه چې په هغې کې رښتینی چاودېدونکی توکی موجود و.

هغه زیاته کړې چې د بم د احتمالي چاودنې د خطر له امله، د فابریکې شاوخوا په ټولو لورو کې تر ۱٫۶ کیلومتره واټن پورې اوسېدونکو او کارکوونکو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی دی.

ډیکسن ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه بم د افغانستان په وخت د شنبې سهار شاوخوا ۷:۴۵ بجې شنډ کړی دی.

خو نوموړي ټینګار کړی چې فابریکه لا خوندي نه ده اعلان شوې او امنیتي ځواکونه د نورو احتمالي چاودېدونکو توکو د موندلو لپاره پلټنو ته دوام ورکوي.

د راپور له مخې، د شنبې ورځې تر لومړیو ساعتونو پورې شاوخوا ۷۵ کسانو په یوه بېړنۍ سرپناه کې پناه اخیستې وه او د فابریکې شاوخوا د تخلیې امر لا هم پر خپل ځای و.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د سپرینګفیلډ دفتر مسوول رایان پرېسلي ویلي چې د دوی کارکوونکي له سیمه‌ییزو امنیتي ادارو سره په ګډه د پېښې څېړنه کوي او هڅه کوي چې د دغه ګواښ مسوول کسان وپېژني.

د پیوریا د پولیسو مشر ویلي چې د بم د ګواښونو ډېری پېښې رښتینې نه وي، خو دا ځل په فابریکه کې واقعي چاودېدونکی توکی موندل شوی دی.

تر اوسه د پېښې انګېزه او په تړاو یې د چا د نیول کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.