کابل (پژواک) – د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اوزبېکستان د اندیجان والي د دغه وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ برخه کې د همکاریو د پراختیا، د اړینو تجهیزاتو برابرولو او د افغان متخصصینو د روزنې ژمنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني اوزبېکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اندیجان له والي سره کتلي او د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې یې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې عثماني په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ برخو کې د تخنیکي، سوداګریزو او پانګیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سرچينه دغهراز کاږي چې د افغانستان د کرنې د تخنیکي کارکوونکو او متخصصینو روزنه، د همکاریو د تعقیب لپاره د ګډو تخنیکي کمېټو جوړول او افغانستان ته د اندیجان ولایت او خصوصي سکټور د شرکتونو د استازو د سفر لپاره د زمینې برابرول هم د اندیجان والي له ژمنو څخه دي.










