منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ټولګټو وزارت: روان کال له خصوصي شرکتونو سره د سړکونو د ساتنې ۴۹ پروژې قرارداد شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) ـ د ټولګټو وزارت وایي، د روان کال په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې ۴۹ پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیون افغانیو په ارزښت له خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد او چارې یې پیل کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټولګټو وزارت د روان ۱۴۰۵ کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې  د ۴۹ پروژو چارې د ټولټال ۸۴۶ میلیونه، ۴۸۵ زره او ۹۳۴ افغانیو په ارزښت له بېلابېلو خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد او پیل کړې دي.

هغه زیات کړې چې په یادو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغل‌اچونه، پراخول، د سړکونو د فرش ترمیم، د ګارډرېلونو نصب، د استنادي دېوالونو، پلونو او پلګوټو د بیارغونې چارې شاملې دي.

نوموړي لیکلي چې د ټولګټو وزارت په ۱۴۰۵ کې په ټولیزه توګه د تېر کال انتقالي او د روان کال نوې قرارداد شوې ۸۳ د ساتنې او څارنې پروژې تر کار لاندې لري چې دا مهال یې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره عملاً جریان لري.

هغه زیاته کړې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد ترانسپورټي زیربناوې پیاوړې، د سړکونو وضعیت ښه او د موټرو د تګ راتګ لپاره به مناسب شرایط برابر شي.

همدارنګه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره راکمې او د سړکونو د لا زیات تخریب مخه به ونیول شي.

د حق شناس د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۵ کال په جریان کې د ۳۷ ساتنې او څارنې پروژو چارې د یو میلیارد، ۲۷۱ میلیونه، ۷۴۳ زره او ۸۱۹ افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي چې موخه یې د هېوادوالو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول او د سړکونو د لا زیات تخریب مخنیوی دی.