میدانښار (پژواک) – د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په دوو کلیو کې د ۱۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند او د څښاک اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه کورنۍ ترې ګټه واخلي.
یادې پروژې د سیدآباد ولسوالۍ د اونخي درې په موسیخېلو او ښاديخېلو کلیو کې پلې کېږي.
د میدان وردګو د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عليمحمد رحماني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه پروژې د یاد ریاست تر څارنې لاندې، د اېنسياې (NCA) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړاو د اېپيبياېچاو (APBHO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري پلې کېږي.
ده زیاته کړه، په موسیخېلو کلي کې د جوړېدونکي کوچني بند (چکډیم) اوږدوالی ۴۸ متره او لوړوالی یې شپږ متره دی چې د باراني اوبو په مهارولو، د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي او تر ځمکې لاندې اوبو د کچې په ساتلو کې به مرسته وکړي.
د هغه په وینا، د سیمې اوسېدونکي به وکولای شي د دغه بند له راټولو شویو اوبو څخه د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم ګټه واخلي.
رحماني وویل، دغه راز د ښاديخېلو په کلي کې د څښاک اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې هم پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۵۴۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه زیاته کړه، د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي چې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.
بلخوا، د سیمې یوه قومي مشر حاجي ګلالرحمن پژواک ته وویل چې د اوبو کمښت د دوی له مهمو ستونزو څخه دی او په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو برابرول ورته ستونزمن وي.
هغه زیاته کړه، د کوچني بند او اوبو رسولو شبکې جوړېدل به د خلکو د اوبو ستونزې تر یوه بریده حل کړي، خو د سیمې د نورو کلیو اوسېدونکي هم ورته پروژو ته اړتیا لري.
ده له اړوندو ادارو وغوښتل چې د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره نورې ورته پروژې هم پلې کړي.
د سیمې یوه بل قومي مشر مومن خان وویل، د سیمې ډېری اوسېدونکي له بېوزلۍ او بېکارۍ سره مخ دي او د کاري فرصتونو د کمښت له امله د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ستونزې لري.
هغه د یادو پروژو پیل مهم وباله او زیاته یې کړه چې د پلي کېدو پر مهال به یې ځینو ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د هغوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز وکړي.
ده هم د ورته نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د سیمې خلک د اوبو رسولو، کرنې او کارموندنې په برخو کې نورو پروژو ته اړتیا لري.










