منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د غزني په اب‌بند کې د خلکو په مالي ملاتړ یو تعلیمي کمپلېکس جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني د اب‌بند ولسوالۍ د پاینده‌خېلو سیمه کې د خلکو په مالي ملاتړ د «اصحاب‌الصفه» په نوم د یوه تعلیمي کمپلېکس دوه ودانۍ او یو جامع جومات، چې د جوړولو چارې یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یاد کمپلېکس مسوول مولوي خیال‌محمد نافذ وویل، دغه کمپلېکس پر درې جریب ځمکه جوړ شوی او موخه یې په سیمه کې د زده‌کړو، تدریس، استوګنې او نورو تعلیمي فعالیتونو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول دي.

هغه زیاته کړه، د دوو تعلیمي مرکزونو او یوه جامع جومات د جوړولو چارې شاوخوا یو کال مخکې پیل شوې وې چې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه، اوس‌مهال په یادو تعلیمي مرکزونو کې ۱۹۰ ماشومان او ځوانان پر دیني او عصري زده‌کړو بوخت دي چې ۴۰ یې نجونې او ۱۵۰ هلکان دي.

د نافذ په خبره، په دغه کمپلېکس کې د هلکانو لپاره مدرسه، د ورځنیو او لیلیه‌یي زده‌کړو اسانتیاوې، یو جامع جومات او دارالحفاظ شامل دي.

نوموړي وویل، د پاینده‌خېلو سیمې د اوسېدونکو ترڅنګ د شاوخوا لسو نورو کلیو خلک هم کولای شي له دغو تعلیمي اسانتیاوو ګټه واخلي.

سرچینه وايي چې یوازې د پاینده‌خېلو په کلي کې شاوخوا ۸۵ کورنۍ ژوند کوي.

نافذ وویل، په سیمه کې د تعلیمي اسانتیاوو کمښت او د ماشومانو د زده‌کړو ستونزو دې ته اړ کړل چې له خلکو سره په ګډه د داسې یوه کمپلېکس جوړولو پرېکړه وکړي، څو د سیمې ماشومانو ته د زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر شي.

د پاینده‌خېلو سیمې قومي مشر حاجي خالقداد حقمل رسنیو ته وویل، د دوی سیمه له کلونو راهیسې د زده‌کړو برخه کې له ستونزو سره مخ وه او ماشومانو ته د زده‌کړو کافي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.

نوموړي د دغه کمپلېکس د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سیمې د خلکو، په ځانګړي ډول د مولوي خیال‌محمد نافذ، په هڅو او همکارۍ د دې پروژې چارې بشپړې شوې دي.

د سیمې بل قومي مشر حاجي اقامحمد هم د یاد کمپلېکس جوړېدل د راتلونکي نسل لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل چې د خلکو په ګډو هڅو به په سیمه کې د زده‌کړو ستونزې راکمې او ماشومانو ته به د زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د کمپلېکس د پاتې ودانیو جوړولو چارې هم بشپړې شي، څو د سیمې نور ماشومان او ځوانان هم له دغو اسانتیاوو برخمن شي.

د دغه مرکز یوې زده‌کوونکې واحدې وویل چې پخوا یې په خپله سیمه کې د زده‌کړو لپاره مناسب مرکز نه درلود، خو اوس د دغه مرکز په جوړېدو سره ورته د زده‌کړو ښه فرصت برابر شوی دی.

هغې د کمپلېکس د جوړېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نجونو لپاره د نورو تعلیمي ودانیو په جوړېدو سره به هغوی ته د زده‌کړو فرصتونه لا پراخ شي.

د یاد مرکز بل زده‌کوونکي خان‌محمد هم وویل چې پخوا یې په سیمه کې د زده‌کړو لپاره مناسب تعلیمي مرکز نه درلود او له ستونزو سره مخ و، خو اوس کولای شي خپلې زده‌کړې په خپل کلي او سیمه کې پر مخ یوسي.

په دې وروستیو کې په غزني کې د شخصي کسانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو له خوا د تعلیمي او دیني مرکزونو جوړولو هڅې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د سیمو اوسېدونکي د تعلیمي اسانتیاوو پراختیا او خپلو ماشومانو ته د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرولو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت‌کلا سیمه کې هم د یوه پانګه‌وال ډاکټر داوود همت په هڅو او مالي ملاتړ د دوو تعلیمي مرکزونو او یوه جامع جومات ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.