منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي

· ۲ دقیقې لوستل · تازه شوی

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت ‌کلا سیمه کې د یوه کس له خوا په ۱۴ میلیون افغانیو شخصي لګښت جامع جومات او د نجونو او هلکانو لپاره دوه ښوونیز مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادې پروژې تمویلوونکی او په کندهار کې د سیدال معالجوي روغتون رییس ډاکټر داوود همت وايي، د عزت‌ کلا اتفاق جامع جومات او د سرور کاینات تعلیمي مرکزونو جوړولو چارې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هغه په شخصي لګښت پیل او په ۱۴۰۵ لمریز کال کې بشپړې شوې.

د هغه په وینا، پر دې پروژې ټولټال ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او جامع جومات پر څلور جریب ځمکه اباد شوی چې پر یو وخت د ۱۲۰۰ لمونځ‌کوونکو ځایولو ظرفیت لري.

نوموړي وویل، د جومات ترڅنګ دوه جلا تعلیمي مرکزونه هم جوړ شوي چې یو یې د نجونو او بل یې د هلکانو لپاره دي او په ټولیز ډول د ۵۰۰ زده‌کوونکو ظرفیت لري.

همت د دې پروژې د تطبیق موخه د سیمې خلکو ته د عبادت لپاره د مناسب ځای برابرول او د نوي نسل د دیني او تعلیمي روزنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول وبلل.

هغه زیاته کړه، د سیمې د تعلیمي وضعیت د ښه کېدو لپاره د نورو پروګرامونو پلي کولو پلان هم لري او غواړي په راتلونکي کې د یتیمانو لپاره دارالایتام جوړ کړي او د اوسنیو تعلیمي مرکزونو د پراختیا ترڅنګ په سیمه کې یو تعلیمي کمپلکس هم رامنځته کړي.

نوموړي وویل، عزت‌ کلا یوه له هغو سیمو ده چې ۱۸ کلي لري او د ده په وینا، خلکو یې په تېرو کلونو کې زده‌کړو او نورو اسانتیاوو ته چندان لاسرسی نه درلود.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکي وايي، د دې پروژې په ترسره کېدو سره د خلکو یوه مهمه اړتیا پوره شوې او ماشومان به یې وکولای شي په خپله سیمه کې د زده‌کړو له برابر چاپېریال څخه ګټه واخلي.

د سیمې یوه اوسېدونکي یعقوب سروري پژواک ته وویل، د دوی سیمه پخوا د جګړو له امله له ګڼو اسانتیاوو بې‌برخې وه، خو اوس د جومات او تعلیمي مرکزونو جوړېدل د خلکو لپاره یو مهم بدلون دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د دغ سیمې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه.